یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني وايي، فیسبوکپاڼه یې هک شوې ده

ولسمشر غني وايي، فیسبوکپاڼه یې هک شوې ده

تاند(دوشنبه، د میزان ۵) د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه وکښل چې له پرون راهیسې یې فیسبوکپاڼه هک شوې ده.

خو له دې سره په یو وخت نن د ښاغلي غني پر فیسبوکپاڼه یوه اعلامیه خپره شوه او د ده له لوري پکې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل او مرسته وکړي.

په دې اعلامیه کې، چې ادعا کېږي د پخواني ولسمشر ده، د افغانستان د حکومت د استازي په توګه د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د غلام محمد اسحاقزي له بللو سره مخالفت شوی او راغلي « دا یو تریخ حقیقت دی چې موږ او زموږ پخوانۍ کابینه په افغانستان کې یوه سلنه واک هم نه لري خو لاهم په نړۍ کې ځینو هیوادونو پخواني سفیران او استازي د خپلو موخو او په هیواد کې د نوي بحران د رامنځته کولو لپاره هڅوي او نړیوالو غونډو ته یې رابلي، چې په دې ډول د هیڅ قانون له مخي دوی د افغان ولس او حاکم حکومت استازيتوب نه شي کولای.»

ښاغلي غني ته په دې منسوبه اعلامیه کې همداراز ویل شوي، نړیوال دې له اوسني حکومت سره مرسته وکړي او د افغان ولس کنګل شوې پیسې دې ورکړي.

په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د اعلامیې له خپرېدو حو شېبې وروسته لسګونو زرو کسانو پرې تبصرې ولیکلې او ګڼو د اعلامیې پر متن شک څرګند کړی دی.

د ولسمشر غني پر فیسبوکپاڼه د دې اعلامیې له خپرېدو شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته د ده پر ټویټرپاڼه اعلان وشو چې فیسبوکپاڼه یې هک شوې ده، په هغې کې خپاره شوي مطالب جعلي دي او هڅه روانه ده چې بېرته ترلاسه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب