جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي وايي، د افغانستان اقتصاد...

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي وايي، د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی

تاند(دوشنبه، د میزان ۵) د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي، چې افغانستان ته په سفر راغلی وايي، د دې هیواد اقتصادي بحران له کنټروله د وتلو په حال کې دی.

یان ایګلند وايي، د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی او رسمي بانکي سیستم هره شېبه امکان شته چې سره وپاشل شي ځکه چې نغدې پیسې نه شته.

دی وايي چې له داسې ګڼو کورنیو سره یې خبرې کړي چې یوازې په چای او د زړې وچې ډوډۍ په څو نوړیو ګوزاره کوي.

«که اقتصاد سقوط وکړي، حتي خورا ابتدايي خدمات به هم له کاره ولوېږي، او بشري مرستو ته اړتیا به تر دې هم ډېره شي.»

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي زیاته کړه «موږ شپه – ورځ هڅه کوو چې تر سخت ژمي وړاندې او مخکې تر دې چې د تودوښې درجه منفي ۲۰ ته ټیټه شي، د خلکو ژوند وژغورو. سلګونه زره بې ځایه شوي خلک په راتلونکو اوونیو کې سرپناه، تودو جامو او خوړو ته اړتیا لري. همدا اوس هم په هرو درو افغانانو کې یو نه پوهیږي چې د راتلونکي وخت ډوډۍ به له کومه کوي.»

د ملګروملتو له اټکلونو سره سم په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ ملیونه وګړي عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګروملتو په اټکلونو کې هغه کسان نه دي شمېرل شوي چې د اګست له ۱۵ وروسته یې دندې له لاسه ورکړي او یا هغه کسان چې د اقتصادي بحران له کبله یې کاروبار خراب شوی دی.

د ناروې د کډوالو د شورا عمومي منشي یان ایګلند وايي «زموږ خپلو کارکوونکو راته ویلي، هڅه کوي چې له بانکونو پیسې وباسي چې خواړه پرې رانیسي خو بانکونه پیسې نه لري. خپلو مامورینو ته پوره معاش نه شو ورکولی ځکه چې افغانستان ته په خوندي ډول د پیسو راوړل ناممکنه شوي دي. تاسو تصور وکړئ چې که دا وضعیت دوام وکړي څه به پېښ شي.»

یان ایګلند له ملګروملتو وغوښتل چې په دې برخه کې مرسته وکړي او د پیسو د بحران غم وخوري.

د ناروې د کډوالو د شورا رييس پر مرستندویانو هم ږغ وکړ چې ماشومانو، ښځو او نورو ته د فوري مرستو د رسېدو لپاره چټکه او اغېزمنه حللار ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب