دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه مزارشریف کې چاودنې لږترلږه ۸ تنه ژوبل کړي

په مزارشریف کې چاودنې لږترلږه ۸ تنه ژوبل کړي

تاند(دوشنبه، د میزان ۵) د مزارشریف ښار د چرګانو د پخواني بازار په چوک کې نن غرمه دوولس بجې چاودنه وشوه.

لومړني راپورونه وايي چې په دې چاودنه کې، چې تراوسه یې څرنګوالی معلوم نه دی، لږترلږه ۸ تنه ژوبل شوي دي. په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

یوې ځايي سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې په یوه رېړه یا لاسګاډي کې چاودېدونکي مواد اېښودل شوي وو او غالباً د ریموټ کنټرول په وسیله چاودول شوي دي.

خو په مزارشریف کې طالب چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې برید د هدف په اړه هم څه نه دي ویل شوي او نه یې مسوولیت کومې ډلې په غاړه اخیستی دی.

دا له کله چې طالبانو مزارشریف نیولی، په دې ښار کې لومړنۍ چاودنه ده. مزارشریف د طالبانو تر واکمنۍ پخوا هم امن ښار و.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې دا ډول بریدونه پای ته رسېدلي خو یوازې په جلال اباد کې ډېر شوي دي. د جلال اباد په بریدونو کې د تور ګوته داعش ته نیول کېږي.

خو طالبانو بیا ویلي چې د جلال اباد په بریدونو کې د سیمې استخباراتي ادارې لاس لري.

طالبان: د جلال اباد چاودنې د سیمه ییزو استخباراتو کار دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب