Homeخبرونهقزاقستان: طالبانو سره اړیکې لرو، خو په رسميت يې نه پېژنو

قزاقستان: طالبانو سره اړیکې لرو، خو په رسميت يې نه پېژنو

تاند:( دوشنبه، د ميزان پینځمه) د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې طالبانو سره اړیکې لرځ، خو په رسميت يې نه پېژني.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند د روسیې یوه خبري اژانس ته دا خبره په تازه مرکه کې کړې ده.

د ده په وينا، له طالبانو سره اړیکې يې هم په دې را څرخي، چې څنګه د افغانستان بحران ځپلو او وږو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د يو شمېر هېوادونو له لوري زر د دوی د رسميت پېژندلو خبر ورکړی و.

د قزاقستان سفير پرون د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست امير خان متقي سره لیدلي وو.

د طالبانو د تر ټولو نيږدې ملګري او مدافع هېواد پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد تر اوسه د دوی رژيم په رسميت نه دی پېژندلی.

د يادونې وړ ده، چې طالبان د اګسټ په پینځلسمه پر کابل حاکم شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...