یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزتاریخنا اهلو کسانو ته څوکۍ ورکول/زابل وال کاکړ

نا اهلو کسانو ته څوکۍ ورکول/زابل وال کاکړ

په يوګوسلاويا کې پخوا يو رواج و چې هغه خارجي‌ محصلين چې ددې‌ هېواد له‌ پوهنتونونو څخه د ماسټري او دوکتورا په کچه فارغېدل بيا به يې د‌ يوګوسلاويا د ولسمشر مارشال ټيټو سره ملاقات ته وربلل.
يوه محصل له مارشال ټيټو د وينا له منځه يوه‌ کيسه را اخيستې وايي چې:
ټيټو وويل، په يوګوسلاويا کې د انقلاب له برياليتوب څو کاله وروسته د شوروي د استخباراتي شبکې (کې،جي،بي) لخوا احوال راغئ چې ستاسې په کابينه کې يو شخص د امريکا استخباراتو (سي،ای،اې) ته کار کوي.
د کابينې د‌ټولو غړو تليفونونه، حرکات ، اړيکې او مکاتب مو تر څار لاندې ونيول،ډېر وخت ووت خو هيڅ شکمن کس پيدا نه شو چې د روسيې ادعا ثابته کړي. مجبور شوو له روسيې څخه مو غوښتنه وکړه چې له موږ سره د‌هغه جاسوس په پېژندلو کې مرسته وکړئ؟
کې،جي،بي راته وويل: لومړی مرستيال مو جاسوس دی.
ټيټو وايي په دې خبره بيخي حيران شوم او د کابينې له يوې غونډې وروسته مې خپل مرستيال ته وويل چې تا سره مې کار دی، په کوټه کې مې دوه په دوه توپانچه پرې راويسته په ټنډه مې ورکېښوده.
ورته ومې ويل ته د سي ای اې جاسوس يې؟
دی چې پوه شو چې خبره له خبرې تېره ده او رسوا شوی يم په خپله جاسوسي يې اعتراف وکړ.
ما ورته وويل له څه وخته راهيسې له (سي ای اې) سره کار کوې؟
جواب يې راکړ چې د محصلي په وخت کې چې انقلاب لا نه و بريالی شوی او چريکي جنګونه مو کول.
نو په دې دومره وخت کې څنګه له کلک څار څخه راووتې او شک درباندې ونشو؟
ځواب يې راکړ: اوس هيڅ اړيکه له سي ای اې سره نلرم هغوی ماته مسووليت سپارلی چې سرته يې ورته ورسوم.
ټيټو وايي ورته ومې وويل نو ستا مسووليت څه و؟
مرستيال وويل: ما ته دنده راکړل شوې چې غير مسلکي او نا اهلو کسانو ته څوکۍ او دندې ورکړم او تر اوسه لا هم لګيا يم.
ټيټو وويل: د‌کابينې غړو، معينانو، رييسانو او واليانو ته مې چې فکر وکړ بيخي خبره کټ مټ هغسې‌ وه.
د ټيټو مرستيال ويل چې د (سي,ای,اې) هدف دا و چې په دې ‌ډول به انقلاب له منځه چينجي وکړي له کودتا‌ او خارجي حملې پرته به ړنګ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب