سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپاکستان: طالبانو افغان کورنۍ جګړه پای ته ورسوله

پاکستان: طالبانو افغان کورنۍ جګړه پای ته ورسوله

تاند( سې شنبه، د سنبلې ۳۰مه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان طالبان د افغان کورنۍ جګړې پای ته رسونکي ګڼلي او ویلي، چې اوس د دوی لخوا د بریالي حکومت جوړولو وخت دی.

د طالبانو د اسلامي امارت اړوند باختر خبري اژانس ویلي، چې پاکستاني استازي نن دا خبره د امارت له رئیس الوزرا ملاحسن اخوند او نورو چارواکو سره په ارګ کې د روسیې، چین او پاکستان د ځانګړو استازو په غونډه کې کړې ده.

سرچینه د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله وایي، چې هغه طالبانو ته د دوی د بریالیتوب مبارکي ویلي او له نړۍ یې غوښتي، چې د دوی د قربانیو درناوی وکړي.

ویل شوي، چې په دې ناسته کې د چین استازي د ماسکو غونډې په چوکاټ کې له نړۍ سره د طالبانو د اسلامي امارت د غوښتنو او وړاندیزونو د شریکولو ډاډ ورکړی.

د طالبانو مشرانو په نننۍ غونډه کې له یادو هېوادونو غوښتي، چې امریکا او نړۍ ورسره ښو اړیکو ته وهڅوي.

د طالبانو اسلامي امارت، چې له اعلانیدو یې څه باندې یوه میاشت کیږي او پر ټول افغانستان حاکم شوی، تراوسه د نړۍ هیڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

4 COMMENTS

  1. په صادق خان، قريشي او عمران خان څه سوزاک لګېدلی چې کله د روسيې او کله د چين او کله د هېواد د شمال ګاونډيانو او کله د ايران له مشرتابه سره زموږ پر سر چڼې وهي. دا خو همدوی مرده ګاوان ول چې امريکا يې راوسته او خپل درېواړه قمروه يې په ورته په واک کې ورکړل. ولې دا اشغال هغه وخت نه وو؟ په دې اشغال کې چا ورسره ورسره مرسته وکړه؟
    د سولې بېسارې قرباني خو ولسمشر غني ورکړه چې هېواد يې د دوی له نور لس کلن جنګ څخه وژغوره. د طالب پلار سوله نه شوه راوستلی چې ولسمشر غني د جنګ لاره غوره کړی وی، خو دښمن پنجاب غوښتل چې افغانان بيا د نورو لسو کلونو لپاره د تېر په شان سره په وينو ولمبوي، خو لله الحمد چې تور کونی پنجابي په خپله موخه کې بريالی نه شو.

  2. د افغانانو غلامي پنجاب ته مبارک، نور دې افغانان هيڅکله د ۵ زره کلن تاريخ ډول نه وهي،سم سهي غلامان سوي يي، هغه د ناموس او عزت خبرې نورې څوک چې کوي له دوی نه به بې شرمه بل څوک نه يي
    اوس

  3. زه او ټول د لر او بر افغانان له تاسو سره هم غږي یو, پنجابی خینزیران دي په دي پو شی چی اوس زمونږ زلمي طالبان راویښ شوی دي ستاسو خینزیرانو په وړاندي د خپل ښاغلی ملت ترشا ولاړ دي , د لر او بر لوی افغانستان ټولي پرګني ستاسو اسلام دوشمنو او افغان دوشمنو په وړاندي خپلي مبارزي ته د اور په لمبو کی ادامه ورکوی

  4. طالبان باید اصول مراعات کړی دوی دا ډول خلک دي چې هیڅ چوکات کې برابر نه راځی داسې کسان یې په لوړو چوکیو ګمارلی چې اصلا دهغه وړتیا نلری لکه د کابل د پوهنتون رئیس، د کورنیو او بهرنیو چارو په وزارتونو کې ګمارنې او همدارنګه د کرکت د بورد اجرائیه رائیس بې له کوم دلیل او مکتوب انس حقانی راځی ورته وایی چې ستا دنده پای ته رسېدلې او پرځای یې خپل خوریی په دنده ګماری، په کوم اصل او قانون داسې کړنې ترسره کیږی.
    د افغانستان دی نړیوال حیثیت لری دلته دغره قانون نه چلیږی که چلوی یې نو اشتباه کوی او خلک پرځان خندوی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب