چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+کېټ میډلټن د افغانانو راایستونکي پوځیان وستایل

کېټ میډلټن د افغانانو راایستونکي پوځیان وستایل

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۲۵) د بریتانیايي شهزاده ویلیم ماندینه کېټ میډلتن د بریتانیا د پوځ د هغو ځواکونو لیدو ته ورغله چې له افغانستانه یې د افغانانو په ایستلو کې مرسته کړې وه.

اغلې کېټ د پوځ هغې اډې ته ورغله چې د ژغورنې د عملیاتو پوځیان پکې دېره دي.

په دې اډه کې ۸۵۰ افغانان، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه راایستل شوي، دېره دي. هغوی ته جامې، خواړه او درمل ورکړل شول.

اغلې کېټ د پوځ مننه کړې چې په څه باندې ۱۵ زره تنه یې له کابل څخه ایستلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب