شنبه, جون 15, 2024
Home+افغان لوبډلې پربنګله دېش ۳یمه لوبه هم بايلوده

افغان لوبډلې پربنګله دېش ۳یمه لوبه هم بايلوده

تاند( سه شنبه، د سنبلې ۲۳) د افغانستان او بنګله دېش له نولس کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ د ۵ یوه ورځنیو لوبو ۳یمه لوبه هم بنګله دېش لوبډلې وګټله.

د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

بنګله دېش نولس کلنو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وکړې او افغانستان نولس کلنو لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دېش لپاره ترټولو ښه توپ وهنه ایچ مولا وکړه او ۱۰۸ منډې یې وکړې.

د افغانستان له لورې فیصل خان احمدزی ۳ بنګله دېشي لوبغاړي وسوځول.

خو په دوهمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۰۱ منډو وسوځېده.

افغان لوبډلې له دې وړاندې لومړی او دوهمه لوبه هم پر بنګله دېش لوبډلې بایللې دي.

په دې سره بنګله دېش لوبډلې روانه لوبلړۍ کې ۳-۰ په خپل نوم کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب