جمعه, مې 17, 2024
Home+زموږ د نړيدلي هيواد پتمنو ځوانانو

زموږ د نړيدلي هيواد پتمنو ځوانانو

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

د خپل هېواد د ځوان نسل د مأيوسي حالت ځوروړنکۍ او ځپونک دى. په هيواد کې د اقتصادې او بشرې فاجعې د رامنځته کيدو لامل ګرزيداى شي. کله چې زه د هيواد ځوانانو سره د زړه خواله کوم نو مخاطبین مې هغه ځوانان نه وي چې د تېر حکومت په مهال يې د ارګ د سپيڅلتيا ته زيان اړولى دى، د ملت  کور يې بدنام کړى دى، په هر ډول فساد کې تر ستوني ښکېل وو، له غربي هېوادونو څخه په پيراشوټي توګه را شغول شوي وو او هغه ځوانان نه يادوم چې نه يې زموږ ارزښتونه پيژندل او نه يې  هم زموږ عقيدوي او کلتوري ځانګړتیاو سره بلديت درلود.

زه په غرب کې د اوسيدو اوزده کړو قطعاً مخالف نه يم خو ما ليدلي دي چې تنکيو ځوانانو ته خورا ستونځمنه ده چې په غرب کې له اوږدې هستوګنې سره سره خپلې ملي ځانګړتیاوې خپلول او ساتل هم دومره مهمې او د درنښت وړ وګڼي لکه غرب ته چې خپل تمدن سپيڅلى ښکاريږي.

په هيواد کې د نوي نظام په شکل د اسلامي امارت له راتلو سره د ډيرو په لوړو زده کړو سمبال ځوانانو په ذهنونو کې اندېښنو ځاى نيولى دى او د فکري تمرکز له نشتوالي سره مخ دي. د دلته شته ستونځو او ناخوالو سره سره د پرديو رسنیو تبلیغاتي کمپاینونو هم د هغوى په فکر او ذهنونو باندې اغيزې اچولې دي او په يقيني توګه په ډيرو مواردو کې د اسلامي امارت چارواکي هم درنې ستونځې او نيمګړتياوې هم لري. ځينې يې د خبرو په مهال جامع او پراخه فکر نکوي. لاهم د کلي او مدرسې په دوديزه بڼه چلن کوي.

زمونږ ځوانان باید ومني چې موږ اسلامي نظام غوښت او اوس يې هم غواړو. اسلامي نظام يوازې د شرعي حدودو په اجرأ کولو او حجاب په اغوستلو کې نه خلاصه کيږي. اسلامي نظام وسيع او عريض اړخونه پراخ ټولنيز سياسي اقتصادي فرهنګي او تعليمي زاويې لري. په معاملاتو، تعاملاتو، خپلواکي، دفاع او مراوداتو باندي ولاړ بنيادونه لري. د خپل ولس او نړيوالو ژمنو په وړاندې د مکلفيتونو او مسئوليتونو د ترسره کولو لپاره پرنسيپونه لري.

د اسلامي امارت چارواکي باید ومني چې اوس  يوازې له کليوالي دود او کلتور سره نه، بلکې د ښار ميشتو خلکو له علمي استعدادونو سره هم مخ دي. د مسئوليت ساحه يې اوس ښارونه هم رانيسي. د ښار ډيري ځوانان په لوړو زده کړو سمبال دي. هغوى مناظره کوي، مشاجره کوي او مناقشه کوي. هغوى په يوه موضوع باندي لسګونه ډوله استدلال درسره کوي. له هغوى سره باید د حاکم په توګه نه، بلکې د خادم په ډول چلن وشي. هغوى که خطا هم وي، نو باید د دعوت او موعظه حسنه له لارې فکري سمون او بدلون ته اړ شي.

چارواکي اوس يوازې د ديني درس او تدریس چارې پرمخ نه وړي، بلکې د ټولنې او خپلو اتباعو د هر ډول روا اړتیا پوره کولو دنده په غاړه لري. هغوى د ديني علومو د زده کړو ترڅنګ د ژوند په هره برخه کې د نارينه او ښځينه اتباعو لپاره د معاصرو علومو زده کړو ته هم ستره اړتیا لري.

د ديني او ملي مسئوليت له مخې چارواکي باید فکر وکړي چې ځوانان مو ولې مأيوس شوي دي؟ ولې له هيواد څخه تيښته کوي؟ ايا ټول له اسلامي نظام څخه بيزاره دي؟ ايا ټول د غرب له تبلیغاتي جګړې څخه اغيزمن شوي دي؟ نه داسې قطعاً نه ده. ځوانان مو ستونځې ويني، هغوى لوړې زده کړې لري او د راتلونکو ممکنه توپاني څپو د حس کولو وړتیا لري. هغوى زموږ راتلونکى دي. موږ د هغوى له شتون پرته نيمګړي يو.

په سلګونو زره ځوانان مو په پردئ جګړه او واک لپاره قرباني شو. اوس په لکونو ځوانان له هيواد څخه تېښته کوي. چارواکي باید داسې عاجل او مؤثر ګامونه پورته کړي چې د ځوانانو ناهيلي ته د پاى ټکى کيږدي، د هغوى باور ترلاسه کړي او د هيواد راتلونکئ وژغورل شي. دغه هېواد کار ته، بيا رغونې ته  او له نړيوالو سره په هسکه غاړه ژوند کولو ته اړتيا لري خو که زموږ استعدادونه دومره په اسانه دغه هېواد پريږدي، نو بيا خو هغه د چرسي خبره ده چې؛ ملا صاحب! زه خو يې بنده بولم. زموږ ملي ارمانونه د زده کړو ځوانانو له شتون پرته نه پوره کيږي.

موږ عملا وليدل چې يوازې د کابل د هوايي ډګر په کار اچولو ته مو د تخنيکي نيمګړتياو د پوره کولو لپاره له قطر او ترکيې څخه مرسته وغوښته. دغه هېواد خو په سلګونو او زرګونو نورې برخې لري چې د چلولو او فعالولو لپاره يې په علمي او مسلکي ښکلا سمبالو ځوانانو ته اړتیا لرو. د ستونځو د حل لپاره په نورو خلکو او پرديو هيوادونو باندې د پړې اچولو پرځاى غوره کار دادى چې خپلو نيمګړتياو باندې غور وکړو. په يقيني توګه ويلاى شم چې ډير وخت عيب زموږ په ځان کې وى خو موږ بل ته د پړې ګوته نيسو. هغه د شاعر خبره ده چې وايي؛
موږ ټول عمر همدغه غلطي وکړه غالبه
ګرد مو په څيره وو مونږ هنداره پاکوله

په طالبانو باندي نيوکې لرم، خو موږ باید د هر چا مثبتو اړخونو باندې هم فکر وکړو. په تير حکومت کې جنګسالارانو څه وحشتونه نه کول؟ کومو منکراتو دلته شتون نه درلوده؟ د ملت مال څنګه او په څومره بى رحمي سره د مفسدينو د هوس خوراک ګرزيده؟ په لارو دفترونو او کورونو کې مليونونه ډالر ورڅخه پاتې وو. څومره به يې له ځان سره وړي وي؟ ظاهراً د حکومت حامي او د سترو امتیازاتو په ترلاسه کولو سره سره به يې د ولسمشر لخوا په دنده ګمارلى شخص په خورا بى حيايي سره بيرته را وشغاوه. د ارګ په وړاندې د دريدو توان له هغو زورواکانو سره وو چې په حکومت کې به يې وزيران ناست وو. د دولتي املاکو د غصب څه حال وو؟ ولسمشر نه وویل چې پنځوس سلنه ګمرکي عوائد شخصي جيبونو ته ځي؟ طالبانو هغه افغاني فراعنه څنګه ورک کړل، هغه د ځمکې خدايان (العياذ بالله) څه شول؟ د هيواد ځمکني بشپړتیا ته متوجه ګواښونه يې له منځه يوړل او د تجزيې پلانونه يې انشاالله د تل لپاره شنډ کړل، خو بيا هم وايم چې دا هر څه سم دي خو بسنه نکوي.

که موږ نيوکه کوو نو د سمون او بدلون لپاره يې کوو. بله دا چې موږ د اسلامي امارت د چارواکو مثبت اړخونه هم وينو قدر يې کوو او ملاتړ يې کوو. مګر نيمګړتياوې هم ډيرې دي. اوس خو موږ د توقعاتو ګراف ښکته ساتو. پوهيږو چې لا تراوسه نظام فعال نه ده، خو داهم واقعيت دى چې ولسي هيلې ګيلې او شکوې په زياتيدو دي. مه پريږدئ دغه ګيلې احتجاجي شکل ونيسي.

زه به ډيرو مواردو کې د طالبانو د تګلارو مخالف يم خو مخالفت مې امریکا ته د تلو لپاره اسناد برابرول نه بلکې د سمون او بدلون لپاره دى. په کابل ښار کى د ښځو لاريون د انځورونو اخيستو او بيا امریکا ته د تلو لپاره دغه انځورونه د اسنادو په توګه وړاندې کول دي. که داسې نه وي نو تر اوسه پورې طالبانو هيڅ داسې ګام نه دى پورته کړى چې مطلقاً د ښځو د حقونو د تلف کيدو لامل وګرزي. مګر بيا سوله ايز لاريون د هر افغان حق او د اسلامي امارت د چارواکو چلن په ځينو برخو ستونځمن دى.

ځوانانو!
ناهيلي کيږو به نه، حوصلې به د پامير تر غره لوړې ساتو. لوړې ژورې د ژوند برخه ده، که ستونځې نه واى د خوښئ مزه به نه وه، د جرمنيانو پيسې يو وخت دومره بى ارزښته شوې چې نانوايي ته به يې پنډه راوړه، خو اوس جرمني يو ستر نظامي او اقتصادي ځواکمن هيواد دى. هيرو شيما او ناګاساکي ښارونه لوټه لوټه شول، خو جاپانيانو تيښته نه بلکې همت ته ملا وتړله.

سمه ده چې موږ په ترسره شوي عمل کې قرار لرو. له موږ څخه چا هم زموږ د خوښې پوښتنه نه ده کړې، نو مسئوليت مو هم محدود دى. موږ بدلون ته اړتیا درلوده خو موږ بدلون د افغانانو ترمنځ د سولې کولو په شکل کې غوښت. اوسنى بدلون د دواړو خواوو د پخوانیو غلطو محاسبو محصول دى. د سمون او بدلون لپاره له مبارزې لاس نه اخلو. مثبت انتقاد کوو. وسله پورته کول د حل لاره نه ده. وطن به په خپله جوړوو. د پريښودو تصور يې نکوو. ځوانان مو د هيلو ډيوې او د روڼ سبا ستوري دي. موږ دغو ډيوو پرته په تياره کې پاتي کیږو او په تياره کې د منزل په لوري مزل نه کيږي. زموږ په ناخوالو کې زموږ په نسبت د پرديو رول پياوړى وو، زمونږ ستونځه په پرديو باندي خوشباوري او يا هم بده هيله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب