سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې سلګونو کونډو د طالبانو د امر پر ضد لاریون...

په کندهار کې سلګونو کونډو د طالبانو د امر پر ضد لاریون وکړ

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۳) په کندهار کې د پخوانۍ قول اردو سلګونو اوسېدونکو نن سهار په کندهار ښار کې د طالبانو د دې پرېکړې په اعتراض کې چې باید له خپلو له کورونو ووځي، لاریون وکړ.

طالبانو په کندهار کې د ملي امنیتي ځواکونو د ۳ زره پخوانیو غړیو کورنیو ته ویلي چې په درو ورځو کې له خپلو کورونو ووځي.

ځینې وايي چې طالبانو ورته ویلي چې یوازې خپل سرونه وباسي او د کور وسایل هم پرېږدي.

په دغو کورونو کې هغه کونډې اوسي چې مېړونه یې په جګړو کې وژل شوې دي. دوی وايي چې کورونه یې په خپلو پیسو جوړ کړي دي.

راپورونه وايي چې طالبانو د لاریون د مخنیوي لپاره له زور زیاتي کار اخیستی دی.

د راپورونو له مخې، د کندهار د ملت ږغ راډیو خبریال بسم الله وطندوست د لاریون په ترڅ کې هغه مهال د طالبانو له لوري ووهل شو چې له لاریونوالو سره یې مرکه کوله.

وطندوست وايي، یوه طالب اجازه ورکړه چې له کونډو سره خبرې وکړي خو بل یې راغی او په لښتو یې وواهه.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي په دغه ولایت کې بې شمېره کسان وژل شوي یا نیول شوي دي.

په کندهار کې د وژنو لړۍ د سپین بولدک ولسوالۍ له سقوطه پیل شوه. که څه هم طالبان د سپین بولدک وژنې نه تاییدوي خو ځايي اوسېدونکي د سلګونو کسانو د وژل کېدو ادعا کوي.

خو زرګونو کونډو ته له کورونو د وتلو امر د طالبانو تازه اقدام دی چې کېدای شي په عمومي افکارو کې د دوی په نسبت د خلکو بدبیني زیاته کړي.

طالبان دا اقدامات په داسې حال کې کوي چې د نړۍ هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او بېلابېلو هیوادونو ویلي چې لومکړی د طالبانو اعمال څاري او د دوی اقداماتو ته په کتو به د هغوی د حکومت د منلو په اړه پرېکړه کوي.

2 COMMENTS

  1. د خدای لپاره طالبانو دا هیواد ورانوئ که جوړوئ ؟
    دومره جهل، ظلم او ناروا ته څه اړتیا ده ؟
    ولې خلک یو بل انقلاب ته هڅوئ؟ همدا غواړئ چې ملت درپسې پاڅون وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب