جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهشیخ عبدالرحمان: طالبانو ته مو د ښځو په اړه د قطر په...

شیخ عبدالرحمان: طالبانو ته مو د ښځو په اړه د قطر په شمول د ګڼو اسلامي هیوادونو مثالونه ورکړل

شیخ محمدبن عبدالرحمان الثاني: لا ډېر وختي دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۲۳) د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې یې له طالبانو څخه په کلکه غوښتي د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او لا ډېر وختي دی چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

طالبانو یوه میاشت وړاندې د اګست په ۱۵ کابل ونیوه او تېره اوونۍ یې د ملامحمدحسن په مشرۍ موقت حکومت اعلان کړ خو تراوسه هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمدبن عبدالرحمان الثاني پرون / دوشنبه په دوحه کې د فرانسې له باندنیو چارو وزیر ژان لودریان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل «موږ تل پر طالبانو او حکومت غږ کړی، پرون مو تکرار کړه چې د ښځو د حقونو او د افغانستان په پرمختګ کې د ښځو د رول په ګډون د افغانانو بریاوې باید خوندي شي.»

ده زیاته کړه «موږ د قطر په شمول چې یو اسلامي دولت دی او ښځې پکې بشپړ حقونه لري، د ګڼو اسلامي هیوادونو مثالونه ورکړل.»

که څه هم طالبانو د ۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ کلونو په شان ښځې له زده کړو او کاره یو مخ منع کړي نه دي خو ښځې وايي چې طالبان په تدریج داسې شرایط راولي چې ښځې له زده کړو او له کوره دباندې له کار کولو وګرځول شي.

دوی ملي تلویزیون ته د ښځینه ویندویانو او دولتي ادارو ته د ښځینه کارکوونکو د ورتګ د مخنیوي ترڅنګ په موقته کابینه کې د ښځو نه شتون د ښځو د حقونو د مخنیوي لور ته د طالبانو ابتدايي ګامونه بولي.

قطر، چې له طالبانو سره ښې او دوستانه اړیکې لري او باور کېږي چې طالبان یې خبرو ته پام کوي، په خپله هم په دې خاطر د بشري حقونو د ټولنو له انتقادونو سره مخامخ دی چې سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او ښځې یې لا هم له سړو سره برابر حقونه نه لري خو داسې شرایط یې برابر کړي چې له نړۍ سره اړیکې ولري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د موقتې ادارې له ريیس الوزرا ملامحمدحسن اخوند سره وکتل.

ده وروسته له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره خبرې پیل کړي، په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د فرانسې د بهرنیو چارووزیر ژان لودریان، چې د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره په خبري غونډه کې یو ځای خبرې کولې، وویل، انتظار باسی چې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي او اوس لا ډېر وختي دی چې په کابل کې د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وکړي.

ده دوحې ته تر تګ مخکې په زغرده ویلي و چې فرانسه به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

په دې اړه د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل«موږ باور لرو چې د اوس وخت لپاره رسمیت پېژندل له هیچا سره مرسته نه کوي. د منځګړي په توګه د قطر رول په لومړي پړاړ کې بې پرې توب دی او موږ ویلي چې منزوي کېدا (د طالبانو) ستونزه نه حل کوي، د هغو د حکومت په رسمیت پېژندنه لومړیتوب نه دی خو تعامل او خبرې موږ ټولو ته لومړیتوب دی.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل، فرانسې تمه لرله چې په افغانستان کې به ټولشموله حکومت جوړ شي خو طالبانو دا کار ونه کړ.

د طالبانو له لوري په اعلان شوې کابینه کې ښځې، بې پرې کسان او د نورو ډلو غړي نه شته.

حال دا چې که طالبانو څو وزارتونه نورو ته ورکړي وای، تر اوسه پورې به یې حکومت لږترلږه د امریکا سیالو هیوادونو په رسمیت پېژندلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب