پاچا خان، ګاندي او نهرو سره د يوې لارې ملګري وو. دوی یو ځای د انګرېزانو د استعمار پر ضد او د هندوستان د ازادۍ لپاره کار او مبارزه کوله.
يوه ورځ ګاندي خان غفار خان ته وویل:
«موږ درې واړه له انګرېزانو څخه د هندوستان د ازادۍ لپاره مبارزه کوو، هندوان زموږ خبرو ته غوږ نیسي او زموږ خبرې مني هم. تاسو خو هم د انګرېزانو له استعمار څخه د خپلو خلکو د خلاصون لپاره مبارزه کوئ، نو بيا مو ولې خلک خبرو ته غوږ نه نیسي؟»
پاچاخان ورته وویل:
«راځه چې عملي ستا د پوښتنې ځواب درکړم.»
دواړه روان شول، په لاره کې یو هندو موچي د خلکو بوټان ګنډل. غفارخان – ګاندي ته وویل:
«اوس ځان ناګاره کړه او د دې موچي صندوق په پښه ووهه چې چپه شي، بیا به ګورو چې څه کېږي.»
ګاندي د موچي صندوق په پښه وواهه او صندوق چپه شو. موچي په قهر او غوسه ګاندي ته نارې کړې: سترګې لرې او که نه چې زما صندوق دې په پښه چپه کړ؟
ګاندي ورته وویل:
فکر مې نه و، بخښنه راته وکړه.
موچي لا په غوسه شو نږدې و چې پر ګاندي ګوزار وکړي. ژر ګاندي ورته کره زه ګاندي یم. موچي چیغې کړې د خدای لپاره ستا له پښې ځار شم چې زما صندوق دې په لغت وواهه. زما دې مال او سر له تا قربان شي، زه دې پښه مچې کوم، تا ټول ژوند زموږ لپاره قرباني کړی دی.
غفارخان او ګاندي حرکت وکړ. پر لاره یو پښتون موچي ناست و. غفارخان يې صندوق په لغته وواهه. موچي را پورته شو او په ښکنځلو يې پیل وکړ، ویل يې:
احمقه اوس به له تا سره جوړ شم، ته سترګې نه لرې چې زما صندوق دې په پښه وواهه؟
غفارخان ورته ډېر عذر وکړ چې په سهوه کې رانه ستا صندوق ولګېده.
پښتون موچي نور هم په غوسه شو، پر غفارخان يې راودانګل. نږدې و چې غفارخان تر پښو لاندې کړي. ژر غفارخان ورته وویل چې زه غفارخان یم. موچي چیغې کړې دا لا غفارخان يې چې دومره بې عقل يې او بله دا چې غفارخان يې ځان ته به وې پر ما يې څه.
په پای کې غفارخان – ګاندي ته وویل، وګوره ته د هغه موچي په څېر خلکو مشر يې او زه د دغه موچي په څېر د خلکو مشر یم. تفاوت ته دې پام دی؟
ستا په خلکو کې پاوی، نیم چارکی، چاره کی، من، نیم منی او خروار معلوم دي او هر یو خپل وزن پېژني. خو اوس وګوره زموږ خلکو ته چې خورد يې هم ځان ته خروار وايي او خروار خو يې هسې هم خروار دی.
ستا له خلکو سره کار کول، زما له خلکو سره د کار کولو په نسبت اسانه دی، ځکه نو زما په مخکې اوږده لار پرته ده.