دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کابل نړیوال هوايي ډګر به ژر الوتنو ته چمتو شي

د کابل نړیوال هوايي ډګر به ژر الوتنو ته چمتو شي

تاند(چهار شنبه، د سنبلې ۱۷) د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمدبن عبدالرحمان الثاني پرون /سې شنبه/ وویل، هیواد یبې هیله لري چې د کابل هوايي ډګر به په راتلونکو څو ورځو کې د سپرلیو لپاره فعال شي، خو تراوسه پورې په دې موافقه نه ده شوې چې دا هوايي ډګر به څه ډول اداره کېږي.

شیخ محمد، چې د امریکا د متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره یوه ځای په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل، له افغانستانه د خلکو د ایستلو په اړه یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړي دي.

د کابل نړیوال هوايي ډګر له هغه وخته چې امریکايي پوځیان د اګست په ۳۰ له افغانستانه ووتل، بند دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پرون / سې شنبه وویل، دوی طالبانو ته ویلي چې د هوايي ډګر دننه به امنیتي چارې به ترک او قطري ځواکونه په غاړه واخلي، طالبان دې د هوايي ډګر دباندې امنیت وساتي خو تراوسه پورې له طالبانو سره په دې برخه کې موافقه نه ده شوې.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن په دوحه کې تایید کړه چې څلور امریکایان له افغانستان څخه د مځکې له لارې د افغانستان یوه ګاونډي هیواد ته ایستل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارووزیر انتوني بلینکن او دفاع وزیر لوید اسټن په دوحه کې دي چې د دغه هیواد له امیر او نورو چارواکو سره د افغانستان پهاړه خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب