یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د روباټیک ټیم له...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د روباټیک ټیم له غړیو سره وکتل

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۷) د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، چې د قطر مرکز دوحې ته تللی، پرون په دغه ښار کې د افغانستان د روباټیک ټیم له غړیو سره وکتل.

افغانستان، ښايي په نړۍ کې یوازینی هیواد وي چې د روباټیک ټیم ټولې غړې یې نجونې دي.

قطر پرون اعلان وکړ چې د افغانستان د روباټیک ټیم ټولو غړیو ته سکالرشیپ (بورس) ورکوي چې په دغه هیواد کې لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

د اګست تر ۳۰ مخکې د افغانستان د روباټیک ټیم غړي په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو له وېرې مکسیکو ته رسول شوې وې.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د قطر د باندنیو چارو له مرستیال وزیر سره د دوحې په تعلیمي ښار کې د افغانستان د روباټیک ټیم له غړیو سره وکتل.

په وروستیو شلو کلونو کې افغان نجونو په تعلیمي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی. په وروستیو کلونو کې د کانکور په ازموینو کې هر کال تر ټولو ډېرې نومرې نجونو ګټلي. سږ کال هم د کانکور د ازموینو پایلې په داسې وخت کې اعلان شوې چې طالبانو پلازمېنه نیولې وه او بیا هم یوه نجلۍ عمومي اول نومره اعلان شوه. خو اوس وېره ده چې د نجونو د تعلیمي پرمختګ او ودې مخه به ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب