یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeټولنیزتاریخد هند لنډ تاريخ او سياست

د هند لنډ تاريخ او سياست

ليكنه: محمد هارون شفيقي

د عاميانه رواياتو له مخې د هند تاريخ د اندوس حوضې له مدنيت څخه پيلېږي چې موهن جودارو او هراپه پكې شامل دي، دا له زېږون څخه د ۲۵۰۰-۳۰۰۰ كالونو مخكې مدنيت دى، چې د نړۍ په اوو مدنيتونو كې نه شمېرل كېږي، خو يادون يې تل د يوه مدنيت په څېر وي، ځكه د اندوس سيمې د خلكو له مصر او بين النهرين له تمدنونه سره تجارتي راكړه وركړه درلوده.

البته د اندوس حوضې مدنيتونه هند ته د آريايانو له راكوچېدو څخه مخكې وو. آريايان چې اصلي سيمه يې د آمو سيند يا سيردريا سيند تر منځ اټكل شوې، له هغه ځايه د بېلابېلو لاملونو له مخې نورو سيمو ته تللي دي، چې يوه ډله يې هند ته راغلي دي، البته د هند لومړي اوسېدونكي دراويديان وو.

د موهن جودارو او هراپه دوو تمدنونو ته ويدي او له ويدي مخكې تمدنونه وايي. په ويدي دوره كې هندويزم سر راپورته كړ، كه څه هم د دې مذهب څرك د اندوس تمدونو په ځينو برخو كې ليدل كېږي، يعنې د پورته يادو شويو دوو مدنيتونو له مذهبي چارو سره يې ځينې ورته والى درلود.

د هند پخواني تمدن په هره برخه كې پرمختګ كړى دى، خو ډېر د يادون شى يې هماغه مذاهب يا آيين دي، چې هندويزم، جينيزم، برهمنيزم او بوديزم پكې يادولاى شو.

له زيږون څخه څلور پېړۍ مخكې د اشوكا د امپراتورۍ پر مهال ډېرى هندي سيمې متحدې وې او بوديزم د دوى رسمي دين او د دوى په واسطه نورې آسيا ته پراخ شو. د موريانو د حكومت د دورې له همغو ورځو چې د هندويزم كوم شكل او بنسټ ايښودل شوى تر نن ورځې هماغسې پاتې دى. كه څه هم خالص هندويزم د عيسويت تر پېلېدو پورې پاتې و، خو اوس يې لمړۍ بڼه نه ده پاتې.

اسلام په اتمه زيږديزه پېړۍ كې هند ته راغى او په يوولسمه پېړۍ كې يې په هند كې د يوه سياسي قوت په توګه ځاى موندلى و، د شمال لوديان، تغلق او ډېرى نور قومونه چې ميراثي پاچاهۍ يې كړې دي، په ډيلي او شمالي هند كې يې اوس هم پاتې شوني شته دي، پر دوى مغل امپراتوري راپورته شوه چې هند ته يې يو ځل بيا سياسي يو والى وركړ. دا د هند د تاريخ هغه برخې دي چې له كالونيزياسون يا د هند په برخو وېشلو كېدو څخه مخكې ثبت دي.

په هند كې د اروپا شتون تر شپاړسمې پېړۍ پورې د دوستانه اړيكو په درلودلو ثبت دى، خو د اتلسمې پېړۍ په پيل كې كله چې مغلي امپراتوري په ټوټو ووېشل وه او خپله لاره يې سيمه يزو رياستونو ته پرانيستله نو بريتانيايي استعمارګرو د (پلاسي) او (بكسار) په ډګرونو دوى ته ماتې وركړې.

د نولسمې پېړۍ په پيل كې د هند په جنوبي سيمو كې د هند د آزادۍ يوازې يو غږ پاتې و، هغه حيدر علي او د هغه زوى ټيپو و، چې په ميسور او شاوخوا سيمو كې يې واكمني درلوده او ډېرى مهال به له انګرېزانو، مرهټه وو او د هند له خرڅ شويو واكمنو سره په جګړه بوخت وو.

د ۱۸۵۷-۵۸ په شاوخوا كې د هند دغه جنګيالي چې غوښتل يې هېواد ازاد كړي له منځه ولاړل او ملكه ويكتوريا د هند مطلقه واكمنه وګڼل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب