Homeروغتیاکه غواړئ چې پوستکی مو ځوان پاتې شي، ډېرې اوبه څښئ

که غواړئ چې پوستکی مو ځوان پاتې شي، ډېرې اوبه څښئ

 څیړنو ښودلې چې د اوبو څښل په یوه ورځ کې به دوامداره توګه د ځوانۍ او د پوستکي د ښکلا باعث ګرځي او د ډیرو ناروغیو مخه نیسي.

د Science مجلې دیوه ریپوټ پربنسټ، څیړونکو ویلي چې دغه څیړنه د خلکو په خوړو تر سره شوې چې کولای شو د هغوی په سلامتیا قضاوت وکړو او د خلکو سمه سنجونه او کره معیار د هغوی له څښلو مایعاتو څخه کیدای شي.

کارپوهان باوري دي چې دیوه بالغ انسان ۴۵ تر ۶۰ په سلو کې بدن له اوبو څخه جوړیږي.

د انسان بدن په طبیعي توګه په ورځ کې دوه تر دونیم لیتره پورې اوبه له لاسه ورکوي نو اړینه ده چې بیرته پوره شي ، ځکه چې اوبه په یوه نه یوه ډول د بدن غړیو ته د غذايي موادو د لیږد وسیله دي.

اوبه همدا راز مضر مواد پاکوي او د بدن د حرارت په تنظیماتو او مبادلاتو کې ونډه لري.

د اوبو یا نورو مابعاتو څښل د لاعلاجه ناروغیو د مخنیوي او علاج لپاره ښه او ساده لاره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...