دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهیوازینی افغان یهود له افغانستانه لاړ

یوازینی افغان یهود له افغانستانه لاړ

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۱۷) له افغانستان څخه وروستنی پاتې یهود هم له مخکینۍ ژمنې سره سره چې هیواد به نه پرېږدي، ووت.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ۶۲ کلن زابلون سیمانتوف (Zebulon Simantov)، چې له کلونو راهیسې په کابل کې یوازې اوسېده، په یوه الوتکه کې د امریکا په لور روان شو.

که څه هم د ده الوتکه د امریکا لور ته وخوځېده خو لا څرګنده نه ده چې سیمانتوف به چیرې لاړ شي. د ده مېرمن او نور خپلوان یې اسراییل ته تللي دي.

ده د سږ کال په پسرلي کې ازادي راډیو ته ویلي و «که طالبان واک ته ورسېدل، په لتو به یې وباسي.»

حال دا چې په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې یې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په کال کې ژوند کاوه.

خو له دې سره سره ده درې اوونۍ پخوا او مخکې تر دې چې طالبان کابل ته ننوځي، وویل چې له خپل زېږنځایه د وتلو نیت نه لري.

له سیمانتوف څخه د ده مېرمن کلونه وړاندې غوښتي و چې اسراییل ته ورشي او د کورنۍ له نورو غړیو سره یوځای شي خو د ده زړه نه غوښتل او ویل یې چې په خپل هیواد کې اوسېدل غوره بولي.

د طالبانو یوه ویندوی تېره میاشت ویلي و چې که سینانتوف په خپل هیواد کې پاتې شي، څوک به ورسهر کار ونه لری.

خو د ده خپلوان وايي چې له طالبانو نه بېرېږي بلکې له القاعده او نورو سختدریځو ډلو ډارېږي چې ممکن د طالبانو له واک ته رسېدو سره بیا افغانستان ته راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب