سه شنبه, مې 21, 2024
Homeکالمونهسمندرژوند مینه ګره بوړبوکۍ

ژوند مینه ګره بوړبوکۍ

محمد انور وفا سمندر

د غبرګولي ۷ مه، د سهارنۍ وږمې مهال

(۲برخه)

مینه د زړه بېړۍ ده. د زړه بې متنه سندره ده، د زړه غذا ده.

غذا ده؛ خو غنم او اوړه نه دي!

لاره ده؛ خو شمال او ختیځ ته نه رسېږي!

بېړۍ ده؛ خو په دغو سرو او شنو سمندرونو کې نه لیدل کېږي!

مینه شته؛ خو په هېڅ څېره او نوم کې نه ځاېږي. مینه ټول څه دي.

د مینې نوم «مینه» ده؛ خو د مینې نوم په ټول کاغذ، ټولو خولو، راډیوګانو، تلویزیونونو کې نه ځاېږي.

مینه، د مینه ګر زړه عطر دي.

مینه د اوسېدلو شېبه ده.

مینه د زړه خدایي درزا ده.

مینه د هستۍ په رګ رګ کې د ژوند زمزمه ده.

مینه نه شنه ده، نه سره، نه توره، نه برګۍ!

مینه په هېڅ رنګ نه ده، خو ټول رنګونه د مینې رنګین بیرغونه دي.

د مینه ګر څښتن، ټوله هستي مینه ګره ده، ټوله نیستي یې مینه ګره ده. ځمکه او سپوږمۍ یې مینه ګره ده، لمر او آسمانونه، ستوري او نه لیدلي کهکشانونه یې مینه ګر دي.

موږ د یوه ابدي مینه ګر غږ په انعکاساتو کې را چاپېره شوي یو.

موږ یوازې د انعکاساتو په نمانځه او پالنه او ساتنه خپل سر سپینوو.

مینه شته، خو د تسخېرېدلو نه ده. هیڅوک مینه نشي مستعمره ګرځولای. مینه په ټولو فکرونو، پروګرامونو، کارونو او تلاشونو زیاته ده.

دا د مینې قحطۍ وهلي نفرتګر

مینه هم شته او هم نشته: که مینه ګر شو؛ نو مینه شته! خو که نفرتګر شو، مینه نشته!

نفرت دومره بیوزلی دی، چې حتا دا دومره په هرڅه راچاپېره او له هرڅه پریمانه، او په هرڅه برلاسې مینه نه ویني.

مینه د مینه ګرو ده. او نفرت د نفرتګرو!

مینه کامله آزادي ده. حتا په نفرت او نفرتګرو د آزادۍ قحطي نه جوړوي. نفرتګر په خپل ظلم اخته دي. نفرتګر هغه پخوانی، پخوانی، هغه تر ټولو زوړ او قدیمي انتحاري دی.

نفرتګر ځان وژني، ځان ټوټه ټوټه کوي، او ځان ختموي! دغه مجروحې وینې، غوښې، هډوکي، ماغزه، حواس، عواطف، غرایز…ټول د مینې په لمنه ور لوېږي، ژاړي، کریغې وهي، او مینه یې خپل شنه باران ته نیسي، مینه یې په ځان  کې پټوي، تودوي، خوراک او څښاک ورکوي، چې که بل ځل مینه ګر را ویښ شي!؟

مینه له حسابه وتلې، نه یې شې معلومولای، هیڅوک مینه نشي خلاصولای. مینه په ځان پوره ده. او هیڅ نه غواړي.

تبتي راهب ربازار تارز خپل شاګرد ته ووېل: «د مینې د ترلاسه کولو لپاره لومړی ته له نورو سره مینه وکړه!»

مینه د ټول مادي قانون له اغېزو او تسلط آزاده ده؛ ځکه نو مینه یوازې په مینه کولو سره ترلاسه کېږي.

یوازې مینه ګر له مینې برخمن دي. ځکه د نفرتګرو په ژوند او عمر داسې قطحي لګېدلې ده.

اه، د نرګسو یوه عطراګینه موسکا وه او ما کې دومره خبرې را ویښې شوې ما هم د زړه سندرې وګڼلې او دلته مې د تورو (حروفو) په جامو کې رمې رمې خوشې کړې، چې د زړونو سپینو وریو ته شدې ورکړي.

کاش تل داسې وږمې او نغمې او عطرونه موږ ښکار کړي او له حریص ذهن-عقل څخه مو خلاص کړي.

خدای تعالی موږ د خپلې مینې په قلمرو کې خوشې کړي یو. دا یې عاجله؛ خو تل حاضره تحفه وه. ښه وه هینداره نه وه، کنه پخپله څېره، چې یوه حریص ذهن بدن په کې مستعمره کړی وه، په لیدو به سخت شرمېدلای وای.

یوازیتوب هسې زما ذهن جوړه کړې بړستن ده، چې زه یې له اصل څخه پردی او په تبعید کې ودرولی یم.

ټول د اصل په هڅه او اصل نېږدې؛ دومره چې حتا ذهن یې نشي موندلای. هغه تر هرڅه نېږدې دی، حتا له ذهنه را نېږدې دی؛ خو موږ د ذهن مریان، شپه ورځ په قدرت او په شهرت پسې کچکول ګرځو!؟

که د زړه له سره ذهني بارونه، اندونه، پروګرامونه، پلانونه او هرڅه جارو کړم، څه به پاتې شي: فقط مینه! فقط سپینوالی، فقط نور، او الهي مست غږونه.

بهبه! یوه ژوندۍ شېبه وه، څومره یې وغږولم!

عجیبه ده، کلمې د خیال په وزرو د غږ له سمندره را اخستي کنډولي دي، چې ابدي مینه غږوي. خدای وکړي همداسې وي، په بل تجارت مو نه مصروفوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب