سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد هند صدراعظم د افغانستان د حالاتو د څارلو لپاره ځانګړې ډله...

د هند صدراعظم د افغانستان د حالاتو د څارلو لپاره ځانګړې ډله وګومارله

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۹) د هند صدراعظم نریندر مودي د خپل حکومت د جګپوړ چارواکو په ګډون یوه ډله وګومارله چې د افغانستان حالات وڅاري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، په دې ډله کې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس شنکر او د ملي امنیت سلاکار اجیت دوفل هم شامل دي. دوی به د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه د معلوماتو د برابرولو ترڅنګ په افغانستان کې د بندو پاتې هندیانو د ایستلو په شمول پر لازمو اقداماتو او فوري لومړیتوبونو تمرکز کوي.

د امریکا له لوري د خپلو ځواکونو د ایستلو د بهیر له بشپړېدو او د طالبانو له لوري د بشپړ واک له ترلاسه کېدو وروسته هند غواړي چې د افغانستان بدلېدونکی وضعیت په ځیر وڅاري.

د هند د حکومت سرچینو اې این آی اژانس ته ویلي«د افغانستان بدلېدونکو حالاتو ته په کتو صدراعظم په وروستیو کې د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او نورو چارواکو په ګډون د یوې جګپوړې ډلې د جوړېدو امر کړی چې د هند پر فوري لومړیتوبونو تمرکز وکړي.»

اې این آی اژانس وايي، راپورونه یې ترلاسه کړي چې دا ډله  له تېرو څو ورځو راهیسې په منظم ډول غونډې کوي. دې ډلې له افغانستان څخه د هندي اتباعو او د افغان لږکیو د ایستلو او د دې موضوع د یقیني کولو په اړه چې له افغانستانه به په هیڅ صورت د هند پر ضد د تروریستي حملو لپاره کار نه اخیستل کېږي، خبرې کړي دي.

د معلوماتو له مخې، دا ډله د افغانستان روان وضعیت او نړیوال عکس العملونه څاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب