جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه د درو ګاونډیو هیوادونو غبرګون

د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه د درو ګاونډیو هیوادونو غبرګون

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۹) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن / سې شنبه/ وویل، تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې به په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت جوړ شي.

ښاغلي قریشي همداراز ویلي«موږ د داسې یوه افغانستان ملاتړ کوو چې له سیاسي نظره پراخ بنسټه، خپلواک، سوکاله، له ګاونډیانو سره په سوله کې او د افغانانو د امنیت او حقونو ساتونکی وي.»

ده پر نړیواله ټولنه هم غږ کړی چې له افغانستان سره په تعامل کې وي.

له بلې د ایران ځینې اوسني او پخواني چارواکي وايي، اوس له افغانستانه دباندې د طالبانو دیپلوماسي پاکستانیان پرمخ بیايي او هڅه کوي نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د افغانستان بل ګاونډي چین بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو انتقاد کړی دی.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا په یوه تبصره کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو ته په اشارې کښلي«یو ویجاړ افغانستان او یوه بوږنوونکې انساني غمیزه… دا هیواد د توپو له ګولیو، وسلو، بیوزلۍ، لوږې مړینو او نورو مصیبتونو ډک دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب