سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+ګرانې خورزې ته/ نعمان دوست

ګرانې خورزې ته/ نعمان دوست

خپلې ګرانې خورزې ( سلګۍ باران ) ته چې سږني کانکور کې یې د شاوخوا (۱۸۰ زره ) ګډونوالو په منځ کې لومړی مقام وګټه او په دې توګه یې هغه پوچه ادعا لا پسې باطله کړه چې ګوندې پښتنې نجونې له تعلیم سره شوق نه لري.
—-
جادوګرې ( سلګۍ) واوره، ستا هنر ته مې سلام دی
تا چې نوم د سحر واخیست، څه په تېښته تور ماښام دی
په جنسیت مغروره نسل، خپل غرور ځنې شرمیږي
اوس چې نوم د تا څوک اخلي، هر یو ګوره لاس په نام دی
د غرڅې په څېر چابکه، خپل هدف پسې ځغاستلې
دا دې نه کتل چې پړانګ دی، دا دې نه کتل چې دام دی
زړوره لاروۍ وې، له همت دې صدقه شم
د سکروټو په بیدیا کې، دې اخیستی هر یو ګام دی
ما لیدل چې دې کرل به ، خپل خوبونه کتابو کې
دا د هغو شپو حاصل دی دا د هغو شپو انعام دی
څه کم دوه لکه لښکر کې، تا جنډه د بري راوړه
واه، غښتلې سرلښکرې دا دې څومره لوړ مقام دی
ته، د داسې وطن لور یې، چې یې اوښکې وچې نشوې
نن به خامخا موسکۍ وي، ور بخښلی دې ارام دی
د رحمت څادر پرې خپور کړه، ربه ته یې ساتندوی شې
اندیښنې به خپله سر خورې، بس د تا چې ورته پام دی
د زربفتو له جاګیره، ذکاوت چې دې بهر کړ
دا دې ستر لطف دی خدایه، دا دې ډېر عظیم اکرام دی
ور ټکیږي، شابه پاڅه، باد ولاړ دی دروازې ته
ستا ( نعمان) ماما لیږلی، درته بیا ګرم سلام دی
نعمان دوست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب