سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهپنتاګون وايي، د کابل د هوايي ډګر مخته یو انتحاري برید شوی...

پنتاګون وايي، د کابل د هوايي ډګر مخته یو انتحاري برید شوی و

تاند(جمعه، د سنبلې ۴) د کابل د هوايي ډګر له خونړي بریده کابو ۲۴ ساعته وروسته پنتاګون وویل چې دا برید یوه انتحاري کړی و.

مخکې ویل شوي وو چې په برید کې دوو انتحاریانو برخه لرله.

د امریکا د پوځ یوه ډګرجنرال ټایلر نن وویل، پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت غواړي چې دا په پراخه پیمانه خپور شوی راپور تصحیح کړي چې دوهمه انتحاري حمله باران هوټل ته نژدې شوې ده خو دا خبره سمه نه ده.

په لومړي سر کې د پینتاګون ویندوی جان کربي پر خپله ټویټرپاڼه دوهمه چاودنه تایید کړې وه.

جنرال ټایلر وویل، نه پوهېږي چې دا راپور څرنګه او چا د پنتاګون ویندوی ته ورکړی و خو د وضعیت پېچلتیا ته په کتو دا ډول تېروتنې کېدای شي.

ټایلر دا هم تایید کړه چې په حمله کې ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

له بلې خوا اې بي سي نیوز وايي چې ۱۷۰ افغان ملکیان وژل شوي چې اکثره یې تراوسه پورې پېژندل شوي نه دي.

په دې انتحاري برید کې اکثره ژوبل شوي امریکايي پوځیان په الوتکه کې له افغانستان څخه جرمني ته وړل شوي چې هلته یې د امریکايي پوځیانو د اډې په روغتون کې درملنه وشي.

د پنتاګون خبري غونډې ته د دفاع وزارت ویندوی جان کربي وویل چې د نورو حملو ډېر احتمال لیدل کېږي.

1 COMMENT

  1. پنتاګون وايي، د کابل د هوايي ډګر مخته یو انتحاري برید شوی و

    د دي عنوان معنا داده چه نن د جمعی په ورځ شویدی؟

    عنوان مو باید داسی لیکلای وای
    پنتاګون وايي، د کابل د پنجشنبی په ورځ یو انتحاري برید شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب