دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Home+د طالبانو د يوې ګولۍ زخم، چې لا تر اوسه جوړ نۀ...

د طالبانو د يوې ګولۍ زخم، چې لا تر اوسه جوړ نۀ شو

ليک: ملاله يوسف زۍ (برمنګهم)

ژباړه: فضل ربي راهي (مانچسټر)

د نوبېل جایزې ګټونکي ملاله يوسفزۍ د 2012ء په اکتوبر کښې د پاکستان د سوات په وادۍ کښې د طالبانو د حملې نخښه شوې وه او د نهه کلونو نه پس هم د هغې علاج روان دے. ملالې د خپل علاج او په افغانستان کښې د طالبانو د واپسۍ په لړ کښې دا مضمون د فيس بک بليټڼ پوډيم دپاره په انګرېزۍ کښې ليکلے ؤ  چې د هغې پښتو ترجمه لوستونکو ته وړاندې کوو.

دوه هفتې وړاندې چې کله امريکې د افغانستان څخه د خپلو فوځيانو د وتلو لړۍ پېل کړه او طالبانو خپل کنټرول ترلاسه کوو نو زۀ په بوسټن کښې د يو روغتون په بستره پرته وم او زما شپږمه جراحي روانه وه. ځکه چې طالبانو زما بدن ته کوم زيان رسولے ؤ د هغې علاج لا دوام لرلو.

***

د ۲۰۱۲ په اکتوبر  کښې د پاکستاني طالبانو يو غړے زما د سکول بس ته راوختو او يوه ګولۍ ئې زما د سر په ګس اړخ وويشتله. ګولۍ زما د ګسې سترګې، کوپړۍ او د مغزو په څنګ کښې تېره شوه. هغې زما د مخ عصاب مجروح کړل، زما د غوږ پرده ئې ماته کړه او زما د ژامې جوړونو ته ئې بلها زيان ورسوو.

په پېښور کښې ايمرجنسي جراحانو (سرجنانو) په عارضي توګه زما د ګسې کوپړۍ هډوکے دې دپاره لرې کړو چې زما دماغ ته کوم زخم ميلاؤ شوے ؤ د هغې د پړسوب دپاره ځائے جوړ شي. د هغوی ګړندي عمل بې شکه زما ژوند بچ کړو مګر ډېر زر زما اعضاء کار پرېښودو او د هوائي جهاز په ذريعه زۀ اسلام اباد ته ورسولے شوم. يوه هفته پس ډاکټرانو فېصله وکړه چې زۀ د ډيرې پاملرنې اړتيا لرم او د علاج د دوام دپاره بايد چې له خپل هېواد څخه بهر بوتلے شم.

په دغه ټول وخت کښې زۀ په کوما کښې پرته وم. د ډزو له ورځې څخه هيڅ شے مې ياد نۀ ؤ تر هغه وخته پورې چې د برمنګهم (انګلستان) په کوئين الزبتهـ هسپتال کښې په هوش کښې راغلم. کله چې ما سترګې وغړولې نو ما ته په دې اطمينان وشو چې زۀ ژوندۍ يم. مګر زۀ نۀ پوهېدم چې چرته وم يا ولې د داسې اجنبيانو په مينځ کښې وم چې په انګرېزۍ کښې ئې خبرې کولې.

زما په سر کښې شديد درد ؤ. نظر مې تت ؤ. په غاړه کښې لګېدلي ټيوب راته خبرې کول ناممکن کړي وو. د څو ورځو تيرېدو نه پس هم ما خبرې نۀ شوے کولې. مګر ما په نوټ بک کښې شيان ليکل پېل کړل او هر هغۀ چا ته به مې ښودل څوک چې به زما کمرې ته راغے. ما يو څو پوښتنې لرلې. لکه: زما سره څه شوې دي؟ زما پلار چرته دے؟ د دې علاج لګښت به څوک ورکوي؟ مونږ خو پيسې نۀ لرو.

ما Mirror يعني د ائين تورے وليکو او نرسانو ته مې وښائيلو. غوښتل مې چې په ائينه کښې خپل ځان اووينم. ما د خپل مخ يوه برخه وپيژندله خو بله برخه  راته ناشنا ښکاره شوه. توره سترګه، د رنجکو دوړه، نۀ  موسکا، نۀ ځلا تر دې چې ما د مخ دغه برخه خوزولے هم نۀ شوه. زما د سر نيم ويښته خرائيلے شوي وو. ما فکر کوو چې طالبانو زما سره دا کار هم کړے دے. مګر نرس راته وويل چې ډاکټرانو د سرجرۍ دپار وېښته لرې کړي دي.

ما هڅه وکړه چې په سکون پاتې شم. ما خپل ځان ته وويل چې ”کله دوي ما د هسپتال نه رخصت کړي، زۀ به يوه نوکري ومومم، څه پيسې به وګټم، تيلفون به واخلم، خپلې کورنۍ ته به زنګ ووهم او تر هغه وخته پورې به کار کوم چې د روغتون ټول بيلونه ادا کړم.“

ما په خپل ځواک باور لرو. زۀ پر اعتماده ووم چې زۀ به له روغتون څخه بهره شم او د لېوه په څير به زغلم، د باز په څېر به الوت کوم. مګر زۀ ډېر زر پوهه شوم چې زۀ د خپل بدن  زياته برخه نۀ شم خوزولے. ډاکټرانو راته اميد راکړو چې زما دا کيفيت عارضي دے.

ما په خپله خېټه لاس کېښودو هغه ډېره سخته او کلکه وه. ما د نرس نه پوښتنه وکړه چې زما معده د څه ستونزې سره مخ ده؟ هغې ما ته اووې چې کله پاکستاني جراحانو زما د کوپړۍ هډوکي يوه برخه لرې کړه نو دوي دا زما په معده کښې خوندي کړه چې يوه ورځ به هغوي زما بله سرجري کوي او دا به بېرته زما په سر کښې اچوي.

مګر د انګلستان ډاکټرانو د زخم خورېدو د خطر کمولو دپاره هم په هغه ځائے کښې د ټائيټينيم پليټ لګولو فېصله وکړه په کوم ځائے کښې چې زما د کوپړۍ هډوکے ؤ. دې طريقه کار ته کرينيو پلاسټي وئيلے شي. دې نه پس هغوي زما د کوپړۍ هغه ټوټه زما له معدې څخه را اوويسته کومه چې نن هم زما د کتابونو په شيلف کښې پرته ده.

د ټائټينيم کرينيوپلاسټي په دوران کښې هغوي زما د غوږ په هغه ځائے کښې کوکلئير امپلانټ هم ولګوو چرته چې ګولۍ زما د غوږ پرده شلولې وه.

***

کله چې زما کورنۍ په انګلستان کښې زما سره يوځائے شوه نو ما د فزيکل تهراپۍ او بحالۍ عمل پېل کړو. زۀ به رو رو تلمه، د ماشوم غوندې قدمونه به مې اخستل، خبرې به مې هم د ماشوم په څير  کولې. ما داسې محسوس کړه لکه چې ما د دويم ژوند اغاز کړے وي.کله چې زۀ په وړومبي ځل د انګلستان په سيمه کوزه شوم نو شپږ هفتې پس ډاکټرانو فېصله وکړه چې هغوي زما د فالج زده مخ علاج وکړي. د داسې کولو لپاره دوي يو ځل بيا زما مخ پرې کړو او هڅه ئې وکړه چې زما د مخ کټ شوي رګونه بيرته سره يو ځائے کړي، په دې هيله چې دا به رو رو بيا وده وکړي او په حرکت کولو کښې به اساني راولي.د اعصابي سرجرۍ نه څو مياشتې پس او د مخ د مساج سره زما په توازن او حرکت کولو کښې لږ ښه والے راغے. که چرې زۀ په بندو شونډو موسکۍ شم نو زۀ تقريباً خپل زوړ مخ ليدے شم. کله چې به ما خندل نو خپل مخ به مې په دواړه لاسونوپټ کړو چې خلک دا او نه ويني چې زما د مخ يوه برخه د بلې په شان کار نۀ کوي.ما به په ائينه کښې د ليدو څخه ځان بچ ساتو يا په ويډيو کښې به مې د ځان ليدو څخه ډډه کوله. زما په خپل ذهن کښې، ما فکر کوو چې زۀ ښه ښکارم. ما حقيقت ومنلو او داسې به خوشاله اوسېدم.

بل پله زما مور او پلار د هر هغه څيز علاج کول غوښتل کوم چې د هغوي د لُور څخه تلي وو. په  دې اړه مونږ په بوسټن کښې د ”ماس آئي اينډ ائير“ د سرجنانو سره ليده کاته وکړو چې د هغوي سره د ”کراس فيشل نرو ګرافټ“ په باره کښې خبره وکړو کوم چې د مفلوج شوي مخ يو پيچيده علاج دے.

ما دوه پراخه جراحو ته اړتيا لرله. په کال 2018ء کښې ډاکټرانو وړومبے زما د پنډۍ نه يو رګ اوويستو او هغه ئې زما په مخ کښې داسې ولګولو کوم چې به د ښي لور نه ګس لور ته حرکت کوو.

په کال 2019ء کښې دوي زما د پتون څخه ټشو لرې کړو او زما د مخ په ګس اړخ کښې ئې ولګوو. دوي هيله لرله چې رګ به د ټشو سره پيوست شي او هغه به زما د مخ عضلاتو ته سګنل پېل کړي.

او هم داسې وشوه. اخر زۀ د دې قابله شوم چې خپل مخ ته پوره حرکت ورکړم. ولې دويم پروسيجر زما په اننګي او د ژامې چاپيره اضافي چربي او د يوې ټينګې مادې جوړلو سبب جوړ شو. ډاکټرانو اووئيل چې زما به يوه بله سرجري کيږي.

***

په بوسټن کښې په 9 اګست سحر په پنځه بجې زۀ راويښه شوم چې زۀ د خپلې نوې سرجرۍ دپاره هسپتال ته لاړه شم. ما خبرونه ولېدل چې طالبانو د افغانستان په وړومبي لوئے ښار قندوز قبضه وکړه. په راتلونکو څو ورځو کښې د ائس پيکس سره زما د سر نه پټۍ چاپيره شوې وې او ما د تيلويژن په سکرين کتل چې د يوې صوبې نه پس بلې صوبې د هغه خلکو وړاندې ځان تسليم کړو د چا ټوپکونه چې د هغه کس د ټوپک په شان د ګولو نه ډک وو کوم چې زۀ ويشتلے ووم.

څنګه چې زما طبيعت بحال شو، ما تليوفونونه کول پېل کړل. د نړۍ د دولتونو مشرانو ته مې خطونه ليکل شورو کړو او د ښځو د حقونو هغه فعالينو سره مې تماس ونيوو کوم چې لا تر اوسه په افغانستان کښې موجود وو. په تېرو دوه هفتو کښې مونږه د ځينې کارکنانو سره د خپلو کورنيو خوندي ځايونو ته په رسولو کښې مرسته وکړه مګر زۀ پوهېږم چې مونږ نه شو کولے چې هرڅوک بچ کړو.

کله چې طالبانو په ما ډزې وکړې، په پاکستان کښې ميشته جرنلستانو او د ميډيا سره تړلي يو شمير نړيواله غړو دپاره زما نوم ناشنا نۀ ؤ. هغوي د وړاندې نه زۀ پيژندلم. هغوي ته علم ؤ چې زۀ د کلونو راسې د شدت پسندو له اړخه د جينکو په تعليم د پابنديو خلاف اواز پورته کوم. هغوي د حملې په اړه رپورټونه چاپ کړل او د ټولې نړۍ نه پرې خلکو ردِ عمل ښکاره کړو. ولې د  دې حملې ردِ عمل اپوټه هم کيدے شو او زما قصه بايد د يو مقامي خبر په توګه ختمېدے هم شوه چې ”پنځلس کلنه جينۍ په سر اوويشتے شوه.“که ګڼو خلکو ”زۀ ملاله يم“ بېنر په خپلو لاسونو کښې نۀ وے نيولے، که  په زرګاؤ راغلي خطونو کښې خلکو د مرستې پيشکشونه نۀ وے کړے، که عام وګړي د دعا دپاره لاسونه نۀ وے پورته کړے او په ميډيا کښې زما تذکرې نۀ وے شوے نو کېدے شي چې ما طبي پاملرنه نۀ وے ترلاسه کړے. کنه زما مور و پلار خو بېخي زما د علاج معالجې توان  نۀ لرلو او داسې شايد چې زۀ ژوندۍ نۀ وے پاتې شوې.نهه کاله پس وس هم لا زۀ يوازې د يوې ګولۍ څخه پوره شِفايابه نۀ يم. د افغانستان خلکو په تيرو څلويښتو کلونو کښې په مليونونو ګولۍ زغملي دي. زما زړۀ د هغه کسانو دپاره ماتيږي چې نومونه به يې مونږ هېر کړو يا هغوي به مونږ هيڅ کله ونه پيژنو او کوم خلک چې د مرستې دپاره چغې وهي کېدے شي چې د هغوي د ملاتړ دپاره هيڅ څوک هم لاړ نۀ شي.***زما د اوسنۍ سرجرۍ زخمونه تازه دي. زما په شا زۀ لا وس هم  په هغه ځائے داغ لرم د کوم ځائے نه چې ډاکټرانو زما د بدن څخه ګولۍ لرې کړې ده.څو ورځې وړاندې ما خپلې نزدې ملګري ته زنګ وواهه، هغه جينۍ کومه چې د سکول په بس کښې هغه وخت زما څنګ ته ناسته وه، کله چې په ما بريد وشو. ما له هغې وپوښتل چې ماته بيا ووايه هغه ورځ څه پيښ شوي وو.”ايا ما چغې وهلې وې؟ ايا ما د تېښتې هڅه کړې وه؟ ” زه پوښتنه کوم.”نه،” هغې اووې. “ته خاموشه او په سکون سره وې، تا د طالب مخ ته برند کتل کله چې هغه ستا نوم واخيست. تا زما لاس دومره ټينګ نيولے ؤ چې څو ورځې پرله پسې ما ته د درد احساس کېدو. هغه چې ته وپيژندلې نو ډزې يې پېل کړې. تا خپل مخ په خپلو لاسونو پټ کړو او د ښکته کيدو هڅه دې وکړه. يوه ثانيه وروستۀ تۀ زما په غيږه کې ولويدې.” زما د کلاس دوه ملګرې شازيه او کائنات په لاس او مټ اوويشتلے شوې او د سکول سپين بس په وينو سور شو.زما بدن د يوې ګولۍ او د ډيرو جراحيو په سوب نښې لري، مګر زۀ د هغې ورځې هيڅ ياد نۀ لرم. خو نهه کاله وروستو، زما نزدې ملګري لا وس هم د يرې ډک خوبونه ويني.

***

https://podium.bulletin.com/269177711419542

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب