دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د طالبانو خطر افغانستان او نړۍ ته/ عبدالله خيبر 

د طالبانو خطر افغانستان او نړۍ ته/ عبدالله خيبر 

دا چې جنګځپليو افغانانو تر هر څه ډېره اړتيا سولې ته درلوده، دا دی جنګ ودريد او افغان وژنه بنده شوه. طالبانو هم ټولو افغانانو ته عفوه اعلان کړه، افغانانو چې د اختر درې ورځې اوربند ته يې اتڼونه او خوشالۍ کولې، د طالبانو افغان بښنې او جنګ بندۍ به هرو مرو خوشاله کړي وي. دا چې دا افغان بښنه او جنګ بندي به څومره دوام وکړي، په راتلونکې کې به ښکاره شي. که دوی د تېر په څير بيا د خلکو پر ځور لاس پورې کړي، د يو ښه او ټولمنلي نظام د جوړولو پر ځای د وګړو په وېښتو او لمونځونو پسې وګرځي، بيا به يې وړۍ توپان یوسي او شړۍ به ترې جوړه نشي. د طالبانو مذهبي تګلاره له سختدريزۍ ډکه ده، که يې په مکمله توګه عملي کوي، هم د هيواد د بربادۍ لامل ګرځي او هم د نړيوالو په حلوا کې ازغی پيدا کېږي، نړيوال به يو ځل بيا اړ شي چې د دې ازغي لپاره د حلوا کاسه په بل مخ واړوي. 

ځانمرګی زموږ په ټولنه کې عمومآ بدنام او ويروونکی نوم دی، مګر په اسلامي امارت کې په فدايي او اشتشهادي بلل کېږي، په اړه يې په لسګونه ترانې ويل شوي دي، امکان لري طالب هغه ځانمرګي بريدګر چې په تېر حکومت يې بريدونه کړي، په رښتينو فداياو/اشتشهاديانو مشهور کړي او پر ولس يې د يو سپيڅلي ارزښت په توګه ومني. امکان لري د امارت ځيني ليکوالان د خپلو شهيدانو او فدايانو تذکرې او د دوی پر اتلوليو کتابونه او ليکنې وکړي. د امارت په دې دور کې به د امارت ليکوالان داسې متن ایجاد کړي، که چيرې افغان روښانفکره ليکوالان ورسره کلکه مبارزه ونکړي، امکان لري د افغان د نوي نسل تنکی فکر ګمراه شي، د فکرونو ګمراهي ټولنه ګمراه کوي. ګمراه ټولنه هم ځان خوري او هم نړۍ ته ګواښ پيښوي.

د اسلامي امارت په حاکميت سره به په وطن کې د ديني مدرسو شمېر زيات شي، په هر ولايت کې به مدرسې زياتې شي، ممکن د پاکستان استخبارات هڅه وکړي چې د لويو مدرسو مشران هغه کسان وټاکي چې له امريکا او افغان حکومت سره يې په جګړه کې په يو نه يو ډول برخه اخيستې وي او درس يې په پاکستاني مدرسو کې ويلي وي، چې دا به افغان ځوانان داسې وروزي چې د نړۍ او انسانيت په اړه به  تخريبي او جهادي فکر ولري او د دې مدرسو مدرسين به داسې متن ایجاد کړي چې يوه پيړۍ به د ځوان افغان نسل په مغز کې د جهاد او قتال سپرغۍ بلېږي. 

لکه څنګه چې مجاهدينو تر ډېره ولس ته د جهاد ډنډوره وغږوله او آن درسي نصاب ته يې جهاد او جهادي فکر ورننويست، ممکن طالبان هم په اوسني درسي نصاب کې د بدلون هڅه وکړي او خپله سختدريزه اډيالوژي پکې ورننباسي. چې بيا به افغان ماشومان د (ټ ټوپک او ج جهاد) په شان کلمې زده کوي. چې دا به راتلونکی نسل په لوی لاس جګړو ته هڅول وي، بله دا چې له طالبانو سره په جګړه کې ډېرو بهرنيانو ترهګرو جنګياليو برخه اخيستې وه، دا چې طالبان اوس واک ته ورسيدل، او له نړۍ  سره يې هم دا خبره کړې چې بهرني ترهګرو ته به پنا نه ورکوي، او نه به ورسره همکاري کوي، دوی به اوس د پاڼ او پړانګ تر منځه څنګه  لاره باسي؟ دوی به يا ځان د پړانګ خولې ته اچوي او يا به له پاڼ نه غورځېږي.

که څه هم طالبان په خپلو خبرو کې په ښکاره وايي چې ښځو ته د شريعت او افغان کلتور په چوکاټ کې حقوق ورکوي، دا به په راتلونکې کې ښکاره شي چې دوی خپلو خبرو ته څومره ژمن دي. بله دا چې شريعت د دوی په لاس کې دی، ممکن ووايي چې اوس د فساد ويره ده، ښځو ته زمينه نه ده برابره چې کار او يا عصري زده کړې وکړي. بله انديښنه دا چې د دوی ديني مفکوره چې څومره افغانان ورسره بلد دي، سخته او متشدده ده، مشکله ده چې دوی به د نورو اسلامي هيوادونو په شان ښځو ته حقوق او ازادي ورکړي، دا چې اوسنۍ ښځې د پخوا په شان نه دي، هرو مرو به خپل غږ اوچت کړي، خو طالبان به يې د غږ د خپ کولو هڅه وکړي او د غرب او د غرب د کلتور پلويانې به يې وبولي….

طالبان که پر افغانانو او نړۍ ځان مني، بايد ډېر تغير او بدلون په ځان کې راولي، دا چې دوی هر بدلون او نوښت د کافرو دسيسه بولي، نو مشکله ده چې دوی دې ډېر بدل شي. بله دا چې د طالب ډېر وخت په جنګ او جګړو کې تېر شوی دی، نو د دوی حکومت داري به هم د ملايۍ په شان وي، عوام به انعام ورته ښکاري او د دوی اصلاح به په زور او جبر سره کوي.  

2 COMMENTS

  1. دداسی لیکوالانو نه دی خدای افغانستان وساتی. څلویښت کاله تیر سول او سیکولر مغزشویی لا نه ختمیږی.
    هیله ده ددې کسانو سر ته لیږ سد ورسې.
    هیله ده دوی دخپل سر په خوندیتو ب شکر وکړی. هیله ده دشلکلنې سیکیولر ګمراهې نتیجه یی دکابل په هوایی دروازه او طیارو کی لیدلی وی چه نه خدای ته تمه لری او نه دافغانستان وابرو ته ګوری. هغه چه خوله یی پښتنه وی او ګوپرۍ یی امریکایی وی له هغو څه ګیله او څه هیله.
    په ډیر درناوی له دوی نه هیله لرم اوس داسلامی ارزشتو په چاپیر کی دنوی افغانستان په جوړولو پیل وکړی او نور سکیولری زهر افغانانو ته ورنکړی.
    دطالبانو په نیمګړو کارو انتقاد وکړی او هغه ته سمه عملی لاره چاره وسنجوی. افغانستان داسی لیکنو ته ضرورت لری.

  2. ثابته ، دا مظلوم طالبان او پنجابی پاکستان غلامان د مضرو پنجابیانو په ځنځیر کښی ښکیل دی او دوی ته ئي د کوچنیوالی څخه تربیه داسی ورکړی دی چی د طوطیانو په شان د پنجابی پاکستان تر رهبری یوازی او یوازی د افغانستان بربادی او د ملت تباهی لپاره ئي باید غوږونه خلاص وی او دوی ته ئي د قیدانی لاری چوکات کښی ایاتونه او حدیثونه ورزده کړیدی او پنجابی پاکستان د تاسو په شان عناصر خوشی کړیدی چی افغانان د سیکولر تر شعار لاندی د تمدن او پر مخ تګ څخه لیری وساتل شی ، ظالمو غلامو کمونیستانو د شوروی تر رهبری افغانستان برباد او افغان ملت ئی تباه کړ او ظالم امریکا د پنجابی پاکستان په تام ملاتړ همدارنګه افغانستان د تنظیمونو او خاص تربیه شوو دیموکراتانو له خوا لا تیکه تیکه او افغان ملت ئي د زیاتره بدبختیو سره مخامخ کړ ، وروسته ئي خپل کوچنیوالی تربیه شوی طالبان په فریبی سره د سلاح جمع کولو سابوتاج قیمت باندی روی کار کړل اما وروسته څرګنده شوه چی دی جاهلو د امریکا مضر سیاست درک کولو توان نه درلود نو هم ئی دوی له صحنی څخه وایستل شول او منسجم پنجاب پاکستان ته و ځیدل او هم ئي دافغانستان خاوره ئي داتومی بمونو سره زهرجنه کړه او ډیر بی ګناه افغانان ئي په قتل ورسول او اوس ئي بیا په عجیب شکل سره کابل ته راوستل او د کابل غلامانو دستوری هر څه ورته خوشی کړل ، پس ثابته سوچه او سپیڅلی افغانان به وحشی جاهلو طالبانو ، وحشی ظالمو تنظیمونو ، وحشی قاتلو کمونیستانو او خاص تربیه شوو غولونکیو دیموکراتانو جنايتونو او ملی خیانتونو څخه نفرت لری او هیڅکله به داسی غلامانو ته مشوری ورنکړی بلکه ددوی له مینځه وړلو ته به ملا تړی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب