جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهطالبانو حامد کرزی له خپل کوره اېستلی دی

طالبانو حامد کرزی له خپل کوره اېستلی دی

تاند ( د‌سنبلې ۲مه) طالبانو پخوانی ولسمشر حامدکرزی له خپل کورنه اېستلی دی او د هغه له ساتونکو یې وسلې هم راټولې کړي دي.

پخوانی ولسمشر کرزی له ۲۰۱۴ کال راهیسې ارګ ماڼۍ ته څېرمه په یوه دولتي کور کې اوسېده،نوموړي خپلې ټولې چارې تر ډيره له همدغه کور نه سمبالولې، خو اوس سرچینې وایي چې طالبانو نوموړی له دغه کور نه اېستلی دی او د نوموړي د ساتونکو وسلې یې هم ترې اخیستې دي.

د سرچینو په وینا حامد کرزی اوس له خپلې کورنۍ سره د عبدالله عبدالله په کور کې اوسي.

که څه هم د حکومت تر سقوط وروسته کابل ته د طالبانو د ننوتو په ورځ حامد کرزی په داسې حال کې چې لوڼې یې څنګ ته ولاړې وې، په یوه ویډیو کې وویل چې نوموړی په کابل کې دی او د خلکو ترڅنګ به پاتې شي.

خو له هغې ورځې وروسته په دوو نورو ویډیوګانو کې د حامد کرزي ترڅنګ عبدالله عبدالله لیدل کیږي.

د سرچینو په خبره دغه ویډیوګاڼې د عبدالله عبدالله په کورکې ثبت شوې دي او اوسمهال حامد کرزي اوعبدالله عبدالله د یوه کور دوه ګاونډیان دي، او له سیاسي څېرو او خلکو سره غونډې هم په ګډه کوي.

که څه هم حامدکرزی هڅه کوي چې د نوي حکومت په جوړېدو کې د منځګړي رول ولوبوي خو د شنونکو په وینا طالبان لاهم په پخوانۍ سترګه ورته ګوري او خبرو ته یې هومره ارزښت نه ورکوي.

8 COMMENTS

  1. RESPECT TO OTHER RESPECT TO SELF.KARZAI SAHIB HAVE IN KANDAHAR OWN PLACE
    THIS IS BAD FOR TALIBS.KARZAI IS NOT ALONE,.HE GOT TRIB.
    TALIBS FALLOW ISI DIRECTION. IF NOT.
    HONOR DOCTOR ASHRAFGHANI IS BEST FOR REBUILD OF AFGHANISTAN.HE IS AHMADZAI.
    MAJORITY OF AFGHANS ARE LOVE DOCTOR ASHRAFGHANI.
    TALIBS MUST RESPECTFULLY INVITE DOCTOT SAHIB ASHRAFGHANI.
    DOCTOR ASHRAFGHANI HAVE A TEAM OF WORK.
    THANK YOU

  2. ده کرزی اونورو کابل میشته سیاسونو ژوند په جدی خطرکی دی. طالبان داسی ټول شموله حکمومت نشی جوړولی چی دونیاته ده منلو وړوی او دونیا په رسمیت وپیژنی. نتجه به داشی چی دوی به ده یوفقیر ،غیررسمی، زورواکی، توندروی مذهبی حکومت چلولوسره ده نویموکلنو شرعی احکام پلی کړی او دا سیاسیون به یو یو په مختلفو پلمو راوځړوی. جنګ به په یو اوبل شکل شعار اونامه لاندی دوام پیداکړی.

  3. ماشاالله
    الله پاک دطالبانو ته همداسی توان ورکړی
    ترڅو قانون پرټولو افغانانو تطبیق کړی
    یاددونو وړګڼم چه داسرف غنی ددواړو دوروأه ضعف کی سترلاس دکرزی اوعبدالله وو

  4. کرزی بايد طاليبانو په اول ورځ په پښتونستان واټ کې په دار را ځړولی وای. ددغو ټولو شلو کالو يا زياتو د بدبختيو چور چپاول او پښتنو د وژلو او له منځه وړلو او د پښتو ژبې د ميرني کيدلو مخترع خاين کرزی ده. دغه دی وه سقاويان يې جنرالان او مارشالان کړل. دی وه په افغانستان کې چور چپاول ته لاره پرانيستله.زر تر زره بايد ددغه خاين مرتد او غلام نو د کابل له هوايي ډګره لري کړي. دده له برکته پنجشيريان داسي اتلان سول. دی وه سي مسعود يې اتل کړ. دی وه سي طاليبان يې ګوانتانامو ته وليږل. دده له برکته پښتانه او پښتنې خوندي دروزيګرې سوې او دده په باچاهي بسته کلي تر خاورو لاندي سول ودونه بمبار او يرغلګر د خلکو په کورونو ورننوتل. طاليبانو ډاکتر نجيب د پنجاب په غوښتنه بي له محکمې په دار کړ. کرزی بايد په دار او ټوله چور کړې شتمني يې ورنه واخيستل سي.

  5. د دوحی د پریکړو په سلسله کی یوه همدا وه چه اینده نطام کی نشنلست پښتانه باید و نه اوسی په شمول د کرزی ، غنی ، محب، حکمتیار او مسلم یار دا شرط پاکستان له خوا لازمی شوی او امریکی ورسره منلی او شمالی ټولواله به په خپل ځای پاتی وی.

  6. TALIBANOO DE KHUDAYEE AW PEGHAMBER ROY TAH WOGORY.
    DE PAKISTAN&ISI NAH WATAN WEZHGHOORY.
    ASHRAFGHANI IS BEST FOR THIS COUNTRY
    ASHRAFGHANI CAN BUILD THIS COUNTRY.

    THANK YOU

  7. کرزئ اصلأداشغال دټولو بدبختیو پیلامه دئ. ده داشغالګرو په مرسته تر رسمی «مأموریت» وروسته دګزافو دولتی مسارفو په حمایه د داوؤد خان کور چی ددولتی ارګ د ملحقاتو څخه دۍ ، دا څو کاله کیږی اشغال کړیدۍ. دا خو دطالبانو دخوا د حامد کرزی په هکله البته لومړئ ډیر وړوکی اودتأئید وړ یو اقدام دۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب