Homeخبرونهد ناټو سرمنشي: د افغانانو د ایستلو لپاره د کابل هوايي ډګر...

د ناټو سرمنشي: د افغانانو د ایستلو لپاره د کابل هوايي ډګر دې پرانیستی وي

تاند(چهار شنبه، د سنبلې ۴) د ناټو سرمنشي پرون / سې شنبه له افغانستانه د افغانانو او بهرنیانو د ایستلو لپاره د کابل د نړیوال هوايي ډګر پر اهمیت ټینګار وکړ.

ینس ستولتنبرګ د ۷ سترو صنعتي هیوادونو سرمشریزې ته په انلاین وینا کې وویل«په هوايي ډګر کې د ناټو سلګونه کارکوونکي او قراردادیان د ترافیک د کنټرول، د سونګ موادو د مهیا کولو او ارتباطاتو په شان حساس خدمات وړاندې کوي.

ده تر ممکنه حده پورې په اغېزمن ډول د خلکو په ایستلو کې د ناټو د همږغي د رول پر اړتیا ټینګار وکړ.

«دا مهمه ده چې هغه بریاوې چې افغانانو په تېرو ۲۰ کلونو کې د ټولې نړیوالې ټولنې په مرسته ترلاسه کړي، خوندي پاتې شي.»

ستولتنبرګ د ناټو د لومړیتوب په توګه یادونه وکړه چې افغانستان باید د تروریستانو پر خوندي پناهځای بدل نه شي او له افغانستانه د ناټو پر هیڅ غړي باید تروریستي برید ونه شي.

سرمنشي دا هم وویل چې ناټو به د نړیوال تروریزم پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي او دا به یقیني کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...