یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپاکستاني طالبان: اوس وخت دی چې د پاکستان نا مسلمانه رژیم ور...

پاکستاني طالبان: اوس وخت دی چې د پاکستان نا مسلمانه رژیم ور بدل کړو

تاند (شنبه د اسد ۳۰مه) د پاکستان د تحریک طالبان یو مشر مولوي فقیر محمد په افغانستان کې د طالبانو پر بریالي کېدو خوښي ښودلې ده.

فقیر محمد له څو کلن زندانه تر خوشې کېدو وروسته خپلو پلویانو ته لومړنۍ وینا کې ویلي، دا انصاف نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د رامنځته شوي شرعي نظام پلوي کوي، خو په پاکستان کې دې نامسلمانه رژیم حاکم وي.

هغه خپلو جنګیالیو ته په وینا کې ویلي، اوس وخت دی چې په پاکستان کې د کفري نظام د بدلون لپاره خپل ټول قوت وکاروي.

د څو ګونو مذهبي ډلو ټولګه (تحریک طالبان ) له ۲۰۰۶ راهیسې پاکستان کې د شریعت د نفاذ پر ادعا وسله وال فعالیت کوي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د دغه تحریک یو بل مشر له سي ان ان سره په مرکه کې د پاکستاني ادارو پر ضد د جګړې خبرداری ورکړی و او زیاته کړې یې وه چې د پښتنو د خاورې تر ازادۍ پورې به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.

1 COMMENT

  1. TO TALIBAAN PAKISTANI;
    YOU HAVE TO CHANGE PAKISTANI ESTABLISHMENT TO EMARAAT ESLAMIC.
    AFGHAN TALIBS MUST HELP AND SUPPORT YOU.
    CLOSE HIRA MANDAHEE.
    WE WILL SEE ARE YOU REALY TALIBS ARE ISI PROJECT,
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب