سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد اردوغان له خبرداري وروسته یونان له ترکیې سره خپله ګډه پوله...

د اردوغان له خبرداري وروسته یونان له ترکیې سره خپله ګډه پوله وتړله

تاند ( شنبه، د اسد ۳۰) د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یونان له ترکیې سره خپله ۴۰ کیلومتره اوږده پوله تړلې ده.

یوناني چارواکو رویټرز ته ویلي چې دوی پر دغه پوله دېوال وهلی او ټینګار یې کړی دی چې له دې وروسته به هېڅ غیر قانوني کډوال ته له دغې لارې د تېرېدو اجازه ورنکړي.

سرچینې زیاته کړې، چې دوی له افغانستان څخه د کډوالو د سیلاب ورماتېدو ته اندېښمن دي او د همدې اندېښنو پر بنسټ یې خپلو پوله ساتو ځواکونو ته هم د تیارسي امر کړی دی.

یونان له ترکیې سره د خپلې پولې د تړل کېدو خبر وروسته تر هغه ورکوي چې پرون د ترکیې ولسمشر پر اروپایي هېوادونو غږ وکړ، چې د بشري خواخوږئ له مخې دې دغه هېواد ته د ورغلیو کډوالو په منلو کې ورسره مرسته وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد يې نور د افغان کډوالو لپاره امن پټنځای نه دى.

هغه وویل، له افغانستان څخه د ورتلونکو کډوالو د منلو لپاره هيڅ راز ژمنه نه شته او د دغو کډوالو لپاره د امن پټنځای جوړېدو تضمین هم نه ورکوي.

اردوغان، د ده د مخالفینو له لوري د ١.٥ مليونه افغان کډوالو د منلو طرحه هم رد کړه.

نوموړي زیاته کړه: “په افغانستان کې د جګړې او بې ثباتۍ له امله په ترکیه کې ناقانونه کډوالو شمېر زیاتېږي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې زمونږ اصلي موخه د امنیت او ثبات ټينګښت دى نو په دې اړه به له طالبانو سره د ګډ کار لپاره خبرې اترې وکړو.”

په ټول افغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک د ولکې له ټينګېدو دا دى اومه ورځ تېرېږي او له دې سره سم د افغانستان د هوا او ځمکې له لارې د افغانانو د وتو بهير چټک شوى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب