سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد کابل نوی والي: د کابل ښاریانو د سر و مال خوندیتوب...

د کابل نوی والي: د کابل ښاریانو د سر و مال خوندیتوب مې لومړیتوب دی

تاند ( شنبه، د اسد ۳۰) د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د کابل لپاره د طالبانو له ټاکل شوي والي عبدالرحمن منصور سره لیدلي دي.

د مصالحې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د کابل ښاریانو د ژوند، ملکیت او وقار د ساتنې په لومړیتوب خبرې اترې شوې دي.

عبدالله عبدالله ویلي چې عادي حالت ته د کابل تر ستنېدو پورې اړینه ده، چې ښاریان د خوندیتوب احساس وکړي.

په ورته وخت کې بیا کابل لپاره د طالبانو ټاکل شوی والي عبدالرحمن منصور ډاډ ورکړی، چې د کابل د خلکو د سر، مال خوندیتوب د دوی لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړې، چې کابل ښاریان دې په دې تړاو هیڅ اندېښنه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښاریان په دې وروستیو کې له وسله والو غلو سخت په تنګ راغلي دي.

دوی وایي د طالبانو په نوم وسله وال کسان د دوی کورونه او دفترونه پلټي او څه یې چې خوښه وي له ځانه سره یې وړي.

دوی هیله من دي، چې طالب مشران به د دا ډول کسانو مخنیوی وکړي او په سزا به یې ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب