سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهناټو: طالبان دې د افغانانو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي

ناټو: طالبان دې د افغانانو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي

تاند ( شنبه، د اسد ۳۰)  د ناټو عمومي منشي د افغانستان په اړه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر ویډیویي کنفرانس وروسته یوې خبري ناستې ته ویلي چې په یاده غونډه کې تر ډېره له افغانستان څخه د هغو افغانانو پر ایستلو بحث شوی دی چې غواړي ووځي.

سټولټنبرګ زیاته کړې چې د ټولې نړۍ سترګې هغو کسانو ته دي چې پر افغانستان واکمن دي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی چې طالبان باید تاوتریخوالی سمدستي بند کړي او د ټولو افغانانو بنسټیزو حقونو ته پوره درناوی وکړي.

هغه دغه راز ویلي چې د اسلام اباد د منډو پایله باید په افغانستان کې د ټولو اړخونو په ګډون د یوه حکومت جوړېدل وي ځکه، چې اسلام اباد له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او کولی شي ورباندې فشار راوړي.

سټولټنبرګ همدا راز څرګنده کړې، پاکستان باید دا یقیني کړي چې افغانستان له نړیوالو سره پر خپلو ژمنو عمل کوي څو دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي.

ناټو داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې بل لورته د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، امریکایي ځواکونو د جولای د میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۸ زره کسان له افغانستان څخه اېستلي دي.

د بایډن په خبره یوازې د اګست د میاشتې د ۱۴ راهیسې چې د افغانستان نه د یو شمیر کسانو د ایستلو بهیر پیل شوی، شاوخوا ۱۳ زره کسان ایستل شوي دي او په وینا یې چې دا ماموریت به ادامه ولري.

هغه تېر ماښام په یوه غونډه کې د وسله والو د حملو احتمال ته پام سره له کابله د وتلو عملیات خورا پراخ او ستونزمن وبلل.

بایډن زیاته کړه: «له افغانستانه د وتلو ماموریت خطرناکه دي. زموږ پوځیانو ته هم خطر لرلای شي او په ډېرې سختۍ ترسره کېږي. دا چې وروستۍ پایله به یې څه او څنګه وي یا زیانونو به ولري که نه زه څه نه شم ویلای خو د اعلی سرقوماندان په توګه ډاډ درکوم چې ټول ضروري امکانات به ورته ځانګړي کړم.»

هغه وویل امریکایي ځواکونو د کابل هوایي ډګر خوندي کړی او د نظامي الوتکو تر څنګ چارتر شوې سوداګریزې الوتکې هم د کسانو په ایستلو کې مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب