سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهفراه کې د طالبانو له بند څخه ۳۴۰ سرتیري آزاد شول

فراه کې د طالبانو له بند څخه ۳۴۰ سرتیري آزاد شول

تاند ( شنبه، د اسد ۳۰) په فراه ولایت کې ۳۴۰ تنه سرتیري د طالبانو له بند څخه ازاد شول.

طالبانو ویلي، چې دغه بندیان یې د خپل مشر ملا هیبت الله په امر له بنده خوشي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې طالبانو په نیمروز ولایت کې هم ۱۰۰ تنه سرتیري له بنده خوشې کړي وو.

نیمروز لپاره د طالبانو والي عبدالحق عابد ویلي دغه ۱۰۰ تنه سرتېري، چې د ملي امنیت او اردو عسکر پکې شامل وو، یوه نیمه میاشت مخکې د نیمروز ولایت په دلارام او چخانسور ولسوالیو کې نیول شوي وو.

 له فراه او نیمروز وړاندې طالبانو په اروزګان ولایت کې هم ۴۰ سیاسي بندیان خوشې کړي وو.

د یادونې ده، چې طالبانوله پنجشېر ولایت پرته د افغانستان ټول ولایتونه د روانې عیسوي میاشتې په ۱۵ مه نېټه ونیول او له راتګ سره سم یې عمومي بخښنه اعلان کړه.

خو اوس هم نیوکې شته ، چې دوی په یو شمېر ولایتونو کې افغان سرتېري له ځانه سره بندي ساتلي دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د لغمان د امنیه قومندان او والي لپاره عدالت غوښتنه روانه ده.

ټولنیز فعالین وایي طالبانو لاهم یاد کسان نه دي خوشې کړي او په بند خونه کې یې له ځانه سره ساتلي دي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي له طالب مشرانو غوښتنه کوي، چې په خپله ژمنه عمل وکړي او د افغان حکومت ټول بندیان له بنده خوشې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب