تاند ( شنبه، د اسد ۳۰) د بالیووډ د نوموتي لوبغاړي اکشي کمار پر نوي فلم بندیزونه ولګېدل. سعودي، کويټ او قطر هغه هېوادونه دي، چې په ( بېل باټم) خپرېدونکي فلم يې بندیزونه ولګول.
دا خبر د بالیووډ هنګامه ویب پاڼې خپور کړی دی.
سرچینې ویلي، چې باټم فلم په هند او یو څو نورو هېوادونو کې خپور شوی، خو د غیر مناسبو مواد لرلو له امله په سعودي عرب، قطر او کویټ کې یې په نندارې بندیز ولګېده.
د فلم په دوهمه برخه کې جیکرز هندي الوتکه له دوبۍ څخه لاهور ته بیایي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۹۸۴ کال د پېښې شوې واقعې له مخې د متحده عربي اماراتو دفاع وزیر په شخصي توګه حالت کنترول کړ او ټول لوړ جیکرز یې ونېول.
په دې فلم کې هندي چارواکي او اکشی کمار د فلم اتل په ډول ښکاره کېږي او داسې یې ښودل کېږي چې هغوی دغه عملیات د متحده اماراتو له دفاع وزیر څخه پټ ساتي.
ځينې وایي ښايي له همدې امله پر دې فلم یادو هېوادونو بندیز لګولی وي.