هېواد یو ځل بیا د یوه لوی ناورین او ګډوډۍ شاهد دی داسې ناورین چې هر څه پکې وران او خلک په سخته ذهني شکنجه کې دي. حالت نا معلوم دی او په لوی لاس د قدرت خلا رامنځته شوې. ښارونو بڼه بدله کړې او نا آشنا موټر او خلک پکې په عقديي انداز ګرځي را ګرځي. نظام، ارزښتونه یې، بنسټونه یې، سیستمونه یې، اسرار یې، اسناد یې، شتمنۍ یې او هر څه یې د پردیو لاس ته لوېدلي او له برخلیک یې هېڅوک نه دي خبر.
په خورا سختیو، قربانیو او خیراتونو روزل شوی ځوان کادر نیم په تېښته او نیم په شدیده افسردګۍ اخته دی. د بل نظام، بل سیستم، بل حکومت، بل بیرغ او بل فکر د جوړولو ډنډورې دي لکه یو چا چې تر دوکتورا زده کړې کړې وي او ته یې په زوره لومړي ټولګي کې له سره کېنوې.
فردي، جمعي، مدني او بشري آزادۍ سختې محدودې او له ګواښ سره مخ دي، چې غږ پورته کوي چوپ کېږي.
اقتصاد فلج دی او لوی اقتصادي او مالي جریانونه درول شوي دي، ملي مالي پانګې کنګل او د افغانۍ ارزښت په چټکۍ په ټيټېدو دی، د توکو بیه په لوړېدو او د فقر تر کرښې لاندې وګړو شمېر په ډېرېدو دی. پای یې انفلانسیون او د کلونو کلونو لپاره اقتصادي ضربه ده.
تعلیمي او تحصیلي چارې په ټپه ولاړې دي او متعلمین او محصلین چې ډېری یې بیخي ځوان نسل دی هک پک او افسرده دي.
ملي پوځ پاشل شوی او د میلیاردونو ډالرو تجهیزات یې لوټ او تالان دي او کارآمد وسایل یې له پلان سره سم په چټکۍ سره تاریخي دوښمنانو ته انتقالېږي.
دا ټول ولې او د چا له لاسه؟
له بده بخته افغانستان په خپل ګاونډ کې تاریخي دوښمنان لري، چې هېڅکله د دغه هېواد وده او ثبات نه شي زغملی او تل یې د ورانۍ او ویجاړۍ په لټه کې دي او دغه کار په ډېرې ځیرکۍ زموږ په خپلو خلکو کوي. له بدهمرغه چې یو شمېر ناپوهه، ناخبره، خرڅ شوي، د واک لېونیان او فاسد خلک\رهبران لرو چې دغه هرڅه ته یې لاره هواره کړې او په ملي ګټو، ملي شتمنۍ، ملي امنیت او ملي ارزښتونو نه پوهېږي یا یې مغزونه مینځل شوي دي.
دغه دوښمن ته فرصت برابر شوی چې په همدې ګډوډۍ کې پټ او ښکاره هجوم راوړي او ټول اسرار، اسناد او محرمیات لوټ کړي، تر څو بیا لسیزې لسیزې او ډېرې ککرۍ واخلي چې دا ډول کار بیا وشي یا به هېڅ ونه شي.
څه په کار دي؟
تر هر څه لومړی خو په کار وه چې طالب شته نظام، ملي ارزښتونه، اسرار، اسناد او شتمنۍ په خپل ځای ساتلې وی، هر چا ته یې د خوندیتابه رښتینی ډاډ ورکړی وی، شل کلن کار یې ساتلی خو د اصلاح او دوام ډاډ یې ورکړی وی. دا به داسې وه لکه په ټوله نړۍ کې چې حکومتونه په ښه یا بد ډول بدلېږي خو نظامونه یې پر ځای وي. خپل وکدار او وزیر به یې اعلان کړی وی او هرې برخې ته به یې ملا نه معرفي کاوه خو داسې نه کوي او دا ډول پروګرام نه دی ورکړل شوی؛ نو ځوان قشر ته په کار ده چې په خورا ځیرکۍ او فکري ډول مبارزه پیل او بریالۍ کړي، له شک پرته چې دا مبارزه به ډېره سخته او له قربانیو ډکه وي.
هیله ده په ګران هېواد افغانستان کې مو د تل لپاره سوله او ثبات ټینګ او نور مو د هېواد سرنوشت بل څوک ونه ټاکي او نه مو پردي په خپلو کې سره وجنګوي.