عامر سهيل
د طالبانو د حاکميت څلورمه ورځ!
د ذبيح الله مجاهد خبري کنفرانس يو څه ډاډه کړی وم او د هېواد راتلونکي ته مې څه لږې ډېرې هيلې راټوکېدلې وې. ماښام له خوسته يو ملګري زنګ راووهه. لومړی مو ښه ډېر سره وژړل. بيا يې په خوست کې د شوي وحشت جريان راته بيا ن کړ. زه به يې لږ په ترتيب درسره شريک کړم.
حد وحشت دی زما په خاوره!
په کور کې مو سودا نه وه. له غرمې وروسته بازار ته ولاړم. ښار لکه غلو چې وهلی وي. وحشي ملېشې په پراګنده ډول په کوڅو کې له وسلو سره ګرځي. چا راکټ لانچر په اوږه کړی او شاته يې لس دولس مرمۍ چانټه تړلې ده. څوک فيکا او کلاشينکوف ته ګوته په ماشه ناست او ولاړ دی. جادې په حاموې او رينجرو بندې دي او لکه د جګړې لومړۍ کرښه چې وي، ټول وارخطا دي. هټۍ ټولې تړلې دي. خوستي ځوانان وېرېدلي او ترهېدلي د دوکانو مخې ته ولاړ دي او ملېشې ورته داسې بدې بدې ګوري لکه د هوسيو په سېل چې داړونکي پړانګان ورننوځي، څو يې ماتې کړي او نورو ته د اخطار په دود په اژدهايي داړو سره ژبه تېروي. د هر ځوان له سترګو د ناهيلۍ او خفګان سيندونه روان دي. د ښار په واټونو کې شنې رنجرې ګرځي، چې د امارت د فتحې او بريا ترانې په لوړ غږ غږوي. کله کله ترانه بنده کړي او اعلان کوي، چې مسلمانانو ورونو! که هر چا د فاسد نظام بيرغ پورته کړ، له درنې سزا سره به مخامخ شي. شاوخواو نور ملېشه اخته دي، چې چېرته ملي بيرغ ګوري خپله يې هم راکوزوي او نورو ته يې هم په زور د کوزولو امر کوي. ووېرېدم، له پښو مې دم وخوت. دا صحنه راته هيڅ د زغم نه وه. خولې شوم او د زړه ضربان مې ډېر شو.
په کور کې چې يې رانه کومه سودا غوښتې وه، حافظه مې د وحشت پېريانو پاکه کړه. په ذهن مې زور راوړ. د چين کوڅې ته ورغلم. دلته لاس پلورونکي برقي سامان الات او نور څېزونه پلوري. باور وکئ رښتيا وايم، کانډم مې اخيسته. زه عجيبه او خراب عادت لرم. له هرې وېرې، غم او وحشته د جنسي مقاربت شاته پټېږم. ښه دا کيسه به بيا وکړم، خو له دوکاندار سره مې په غريو نيولي غږ او نمجنو سترګو روغبړ وکړ. د پوخ عمر سړی و. ما ويل څه حال دی. له سترګو يې قهر او ناهيلي دواړه ورېدل. وايې نه ګورې؟ څه حال دی؟ ملک تبا او برباد شو. سل کاله شاته لاړو. دا ملک نور نه جوړېږي، څو شيبې وړاندې يې په ملي بيرغ دومره وحشت وکړ، چې يهود به يې هم ونه کړي. خو زموږ ټوله هيله الله ته ده، هغه دې غيبي رحم وکړي.
ايسته مې د سرګردان چوک لمن ونيوه. دا هغه ښکلی او له جمه وجوشه ډک چوک و، چې موږ به له ملګرو سره پکې جوس، شيريخ او کړايانې خوړې. نن د وحشي ملېشو په اژدهایي منګولو کې په نمجنو سترګو راګوري. زه يې بېوسي درک کوم، خو د سر سودا هيڅوک د وطن او ښار غم ته نه پرېږدي. شاوخوا حاموې او رينجرې ولاړې دي. ملېشو پوزونه تړلي او ګوته په ماشه دي. څوک چې يو ګام له لارې ګوږ شي. په ګوته ورته اشاره کوي. د مسير بدلېدو اجازه مې ترې وغوښته، په ګوته يې ويل، ځه! د چوک په کونج کې يو کوچنی دوکان خلاص و. وروګرځېدم. چينايي مساله مې اخيسته. پاکټ يې راکړه. پنځوس افغانۍ مې ورکړې، وايي بښنه غواړم، په اويا افغانۍ دی. ما ويل مخکې خو پنځوس و. وايي مخکې دا حال هم نه و. شاوخوا وګوره. شرمېږم چې درته وايم، اويا ده، خو مجبور يم. ما ویل دلته څه تېر شول؟ وايي وګوره، چې څه تېرېږي. چې شاته مې وکتل، له کلاشينکوف، راکټ او فيکا سره اوږد څڼي وزير راخوشې دي لکه نکير او منکر. زموږ څه پام دی، چې د همسايه په دوکان يو کلن زوړ ملي بيرغ راځوړند دی. له دوکانداره يې وپوښتل، چې دا چا بند کړی؟ هغه ورته ويل، خو دا دوکان بند دی او د همغه بيرغ دی، نو ښکاره ده، چې هماغه بند کړی دی. وايي وخېژئ دا راکوز کړئ! خلکو ورته ويل لار نه لري. پاس منزل بند دی. يو ځوان يې له لاسه ونيو، چې دا به راکوزوې! هغه ورته ويل زما څه کار دی، خپله يې کوز که! وایي لېرې شئ، ټوپک يې ورته سيخ کړ. پرې غږ مې کړ، څه کی؟ ډز پرې کی؟ ډز ونه کې! ما ته يې وکتل، وايي ډز نه کوم، په ټوپک يې راکوزوم. ټوپک يې وراوږد کړ، خو ونه رسېد. ګاونډي دوکاندار ته يې مخ کړ، وايي سبا راځم، که دا بيرغ کوز شوی نه و، دا ټول درباندې خورم!
کله چې ملېشه په نورو بيرغونو پسې شول، دوکاندار ما ته ويل سهار يې دلته داسې وحشت وکړ، چې امريکايان به يې هم ونه کړي. ځوانانو چې ملي بيرغ پورته کړ، دوی پرې ډزې وکړې، څلور کسه يې وويشتل. له لاسو پښو يې ونيول او د رنجرې باډۍ ته يې واچول. ما ويل نو بيا څه شول؟ وايي هغه دي پوښتنه ترې وکړه، چې بيا څه شول. خو بنديان شول. نور نه ماته څه پته ده، چې مړه دي که ژوندي! له دوکانه راون شوم. پخوانی وخت مې راپه زړه شو. ما ويل کله به چې په پوهنتون کې محصلينو مظاهرې وکړې، د دولت سينه به څومره ورته پراخه وه. په ياد مې دي، چې په ننګرهار پوهنتون يوې مظاهرې کې محصلینو د داعش بيرغ او حزب اسلامي بيرغ پورته کړ او افغان ملي بيرغ ته يې اور واچوه، خو پولسيو نه څوک وويشتل او نه يې څوک وډبول. د جمهوريت پوليسو ته اجازه نه وه، چې که څوک پرې ډز وکړي، دوی يې وولي. اوس راشه که تودېږې. په سوچونو کې د خيټې او خوټې غم ته د وطن غم لغته ورکړه. پښې مې په ځان پسې راښکلې او روان وم. خدای خبر زه په کومو لارو لکه لېونی تلم. خو همدا چې د ښاروالي خواته راورسېدم، له يوې زړه بوږنوونکې صحنې سره مخامخ شوم.
ما د دوستم د ملېشو وحشت په فيلم او تصوير کې ليدلی و. دلته مې په خپلو ګناهګارو سترګو وليد. يو خام هلک له راکټ لانچر سره ګوته په ماشه د سړک په منځ کې ولاړ دی. ازاد پتلون يې اغوستی. د اوږده کميس لمنې يې باد مخکې او شاته کوي. په پښو يې چپلکې دي. وېښتو يې پرګي او ګورګورې نيولې دي او يوه خېرنه ټوټه يې ترې تاوه کړې ده. راکټ لانچر کله تاته او کله ماته برابر کړي. شاوخوا وحشي ملېشې په بامونو ولاړې دي. يوه د فيکا لټ کش کړ. ما ويل څه کوي. وایي ځان وباسه، څه چې کوي، زړه يې دی. ما ویل خلک ولي؟ وایي هو! ګوره په دې بامو چې ولاړ دي، دوی دا ټولې پلازې څاري. که څوک له ودانۍ سر را وباسي، يا عکس واخلي او يا وېډيو کوي. ولي يې! ما ویل نو عکس او وېډيو د خلکو حق دی. وايي بيا لاړ شه هغه طالب ته ووايه، چې خلک مه وله دا د هرچا حق دی. سر مې ښکته کړ. په یوه شېبه کې د پګړيو ډک رينجر راورسېد. راکټچي ته يې اشاره وکړه. له ځان سره يې د رينجرې باډي ته پورته کړ او خپل دپ يې پرې برابر کړ. له پلازو پکړي تړلي مولويان راکوزېږي، اوږدې انتن لرونکې مخابرې ورسره دي. شاته يې لس شل ملېشه په وحشت او دهشت کې ورپسې دي. ټول خلک په چوپه خوله په دوی لعنت وايي او د دوی له ډاره اوف نه شي کولی. ښار د وزيرو، مسيدو او دوړو ملېشو نيولی چې د چترۍ په څېر پکولونه يې په سر دي. دا هغه وزير دي، چې څو کاله وړاندې يې پاکستان پوځ په کورونو بريد وکړ او دوی يې يو سر دوه غوږه تېښتې ته اړ کړل. دوی اوس هم پاکستاني پوځ ته پاک پوځ وايي او پر موږ د دين په نامه دلته چپه مېچنې ګرځوي.
ځوړند سر روان يم. که ګورم يو کوچنی دوکان خلاص دی. ځوان هلک ماسک تړلی د دوکان مخې ته ولاړ دی. ما ويل تور مرچ شته؟ وايي نه! ما ويل څه روان دي؟ وایي هغه څه روان دي، چې هيچا يې طمع نه درلوده. له دې خلکو سره ګوزاره نه کېږي او نه نور افغانستان د اوسېدو ځا دی. نه دا خلک له ولس سره جوړېږي او نه ولس دې ته تيار دی، چې په دې چلند ورسره توافق وکړي. ما ویل ځه الله دې خير کړي. خدای لوی دی. کېدای شي الله غيبي رحم وکړي او حالات ښه شي. وايي کېدای شي! په تمه يو! له يو عالم غمونو ډک زړه؛ کور ته راغلم. له ماشومانو پټ خپلې کوټې ته ننوتم، په خپلې بېوسۍ او د هېواد په بربادۍ مې دومره اوښکې تويې کړې، چې سترګې پټې کړم، خوږېږي مې باڼه له درده!