جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهطالبان: ملابرادر کابل ته راغلى

طالبان: ملابرادر کابل ته راغلى

تاند(شنبه، اسد٣٠) – د طالبانو اسلامي تحریک وايي، د دوى د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کابل ته را رسېدلى دى.

طالبان وايي، ښاغلى برادر به د افغانستان ټولو سياسي اړخونو سره د راتلونکي نظام جوړښت په اړه خبرې وکړي.

هغه همدا اونۍ د يوه پلاوي په مشرۍ له قطر څخه کندهار ته راغلى دى.

د طالبانو ځینې سرچینې وایي، د طالبانو او افغان سياستوالو ترمنځ خبرې روانې دي او راتلونکو څو اوونیو کې به نوی حکومت اعلان شي.

د طالبانو اسلامي تحریک دا هم ویلي، چې دغه نظام به د ښځو د کار، مطبوعاتو ازادي، ملي امنیتي ځواکونو، ملي بيرغ او نورو مهم مسایلو په اړه پرېکړه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...