جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهجو بایډن له کابله د وتلو عملیات خورا پراخ او ستونزمن وبلل

جو بایډن له کابله د وتلو عملیات خورا پراخ او ستونزمن وبلل

تاند (شنبه د اسد ۳۰مه) د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې امریکایي ځواکونو د جولای د میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۸ زره کسان له افغانستان څخه اېستلي دي.

د بایډن په خبره یوازې د اګست د میاشتې د ۱۴ راهیسې چې د افغانستان نه د یو شمیر کسانو د ایستلو بهیر پیل شوی، شاوخوا ۱۳ زره کسان ایستل شوي دي او په وینا یې چې دا ماموریت به ادامه ولري.

هغه تېر ماښام په یوه غونډه کې د وسله والو د حملو احتمال ته پام سره له کابله د وتلو عملیات خورا پراخ او ستونزمن وبلل، «له افغانستانه د وتلو ماموریت خطرناکه دي. زموږ پوځیانو ته هم خطر لرلای شي او په ډېرې سختۍ ترسره کېږي. دا چې وروستۍ پایله به یې څه او څنګه وي یا زیانونو به ولري که نه زه څه نه شم ویلای خو د اعلی سرقوماندان په توګه ډاډ درکوم چې ټول ضروري امکانات به ورته ځانګړي کړم.»

هغه وویل امریکایي ځواکونو د کابل هوایي ډګر خوندي کړی او د نظامي الوتکو تر څنګ چارتر شوې سوداګریزې الوتکې هم د کسانو په ایستلو کې مرسته کوي.

امریکا د کابل د کابل نړیوال هوایي ډګر او د سفارت د مامورینو د خوندیتوب لپاره څه باندې۶۰۰۰ عسکر افغانستان ته استولي.

جو بایډن همدرانګه زیاته کړه چې د هغو افغانانو د رایستلو لپاره هم د ټولو امکاناتو څخه کار اخلي، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو یا حکومت سره د ژباړونکو په توګه یا بل ماموریت کې کار کړی وي.

سره له دې چې طالبانو «عفوه» اعلان کړې خو لا هم ګڼ شمیر خلک په هغوی بې باوره دي او زرګونه خلک د کابل په هوایي ډګر کې په دې نیت راټول شوي چې له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړ که په امریکایي پوځیان یې برید وکړ سخت ځواب به وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب