دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان ناورين؛ اردوغان: ترکیه د افغان کډوالو لپاره امن پټنځاى نه...

د افغانستان ناورين؛ اردوغان: ترکیه د افغان کډوالو لپاره امن پټنځاى نه دى

تاند(شنبه، اسد٣٠) – د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد يې نور د افغان کډوالو لپاره امن پټنځای نه دى.

هغه وویل، له افغانستان څخه د ورتلونکو کډوالو د منلو لپاره هيڅ راز ژمنه نه شته او د دغو کډوالو لپاره د امن پټنځای جوړېدو تضمین هم نه ورکوي.

اردوغان، د ده د مخالفینو له لوري د ١.٥ ميليونه افغان کډوالو د منلو طرحه هم رد کړه.

نوموړي زیاته کړه: “په افغانستان کې د جګړې او بې ثباتۍ له امله په ترکیه کې ناقانونه کډوالو شمېر زیاتېږي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې زمونږ اصلي موخه د امنیت او ثبات ټينګښت دى نو په دې اړه به له طالبانو سره د ګډ کار لپاره خبرې اترې وکړو.”

په ټول افغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک د ولکې له ټينګېدو دا دى اومه ورځ تېرېږي او له دې سره سم د افغانستان د هوا او ځمکې له لارې د افغانانو د وتو بهير چټک شوى دى.

د کابل هوايي ډګر له لارې دامهال امریکا او د ناټو غړى هېوادونه خپل اتباع او د افغان همکارانو په ويستو بوخت دي چې د دې ډګر په دروازو کې له اسنادو پرته زرګونه افغانان بهر ته د تلو هڅه کوي او ان په دغو ګډوډيو کې مرګ ژوبله اوړي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې امریکایي ځواکونو د جولای د میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۸ زره کسان له افغانستان څخه اېستلي دي.

د بایډن په خبره یوازې د اګست د میاشتې د ۱۴ راهیسې چې د افغانستان نه د یو شمیر کسانو د ایستلو بهیر پیل شوی، شاوخوا ۱۳ زره کسان ایستل شوي دي او په وینا یې چې دا ماموریت به ادامه ولري.

جو بایډن له کابله د وتلو عملیات خورا پراخ او ستونزمن وبلل

هغه تېر ماښام په یوه غونډه کې د وسله والو د حملو احتمال ته پام سره له کابله د وتلو عملیات خورا پراخ او ستونزمن وبلل، «له افغانستانه د وتلو ماموریت خطرناکه دي. زموږ پوځیانو ته هم خطر لرلای شي او په ډېرې سختۍ ترسره کېږي. دا چې وروستۍ پایله به یې څه او څنګه وي یا زیانونو به ولري که نه زه څه نه شم ویلای خو د اعلی سرقوماندان په توګه ډاډ درکوم چې ټول ضروري امکانات به ورته ځانګړي کړم.»

هغه وویل امریکایي ځواکونو د کابل هوایي ډګر خوندي کړی او د نظامي الوتکو تر څنګ چارتر شوې سوداګریزې الوتکې هم د کسانو په ایستلو کې مرسته کوي.

امریکا د کابل د کابل نړیوال هوایي ډګر او د سفارت د مامورینو د خوندیتوب لپاره څه باندې۶۰۰۰ عسکر افغانستان ته استولي.

جو بایډن همدرانګه زیاته کړه چې د هغو افغانانو د رایستلو لپاره هم د ټولو امکاناتو څخه کار اخلي، چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو یا حکومت سره د ژباړونکو په توګه یا بل ماموریت کې کار کړی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب