جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد اشرف غني ورور 'حشمت غني احمدزي' له طالبانو ملاتړ اعلان کړ

د اشرف غني ورور ‘حشمت غني احمدزي’ له طالبانو ملاتړ اعلان کړ

تاند(شنبه، اسد ٣٠) – د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني احمدزى د طالبانو له اسلامي تحریک سره ملاتړ اعلان کړ.

د طالبانو په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې حشمت غني احمدزي د طالبانو له لوړپوړي غړي خليل الرحمن حقاني سره تر ليدنې وروسته له دې ډلې خپل ملاتړ اعلانوي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره يکشنبه هغه مهال افغانستان پرېښود چې وسله وال طالبان د ارګ تر دروازو راورسېدل.

ولسمشر غني ويلي، اوس په اماراتو کې دى او دغه هېواد ته په تګ سره د افغانستان د عزت په موخه يې د يوې خونړۍ تکراري پېښې مخنيوى وکړ.

هغه وايي، کله چې ده ارګ پرېښود نو وسله والو د ده د لټون لپاره د ارګ دفترونه کتل او داسې کسان هم په کې وو چې په بهرنیو ژبو غږېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...