Homeخبرونهپه نږدې راتلونکي کې د پوهنتونونو حضوري درسونه پيلېږي

په نږدې راتلونکي کې د پوهنتونونو حضوري درسونه پيلېږي

تاند(شنبه، اسد٣٠) – د لوړو زده کړو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان پوهنتونونو کې حضوري درسونه پیل شي.

دغه وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د هېواد پوهنتونونو کې حضوري درسونه پیل شي.

اعلامیه کې راغلي، دغه وزارت اوسمهال په پوهنتونونو کې د درسونو پیلېدو پر څرنګوالي کار کوي او د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو استادانو او محصلانو ته خبر ورکول کېږي چې کله د حضوري درسونو د پیلېدو د نېټې په اړه وروستۍ پرېکړه وشوه نو په رسمي توګه به اعلان شي.

د افغانستان پوهنتونونه تېره اوونۍ د افغانستان حکومت د سقوط وروسته ټول رخصت شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...