شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني :نه تښتېدلی يم او نه د جلا وطنۍ هوډ لرم

ولسمشرغني :نه تښتېدلی يم او نه د جلا وطنۍ هوډ لرم

تاند(چهار شنبه د اسد ۲۷ مه ) ولسمشر غنی وایي چې له هېواد نه دی تښتیدلی او د جلا وطنۍ  هوډ نه لري.

ولسمشر غني وروستۍ بدلونونه د امنیتي ځواکونو د ناکامۍ له امله نه بلکې د سیاسي ناکامیو له امله ګڼي او وایي چې په سلا مشورو بوخت دی چې بېرته هېواد ته ستون شي او د عدالت د ټينګښت او افغانستان ته د افغانانو د حاکمیت د راګرځولو، د لاسته راوړنو د ساتلو او د رازښتونو د پاللو لپاره مبارزه وکړي.

تر هغې وروسته چې متحده عربي اماراتو اعلان وکړ چې ولسمشرمحمد اشرف غني ته یې پناه ورکړې ده، ولسمشر غني پر خپل فېسبوک پاڼې راڅرګند شو او له هېواد نه د تللو په هکله یې ولس ته سپېناوی وړاندې کړ.

ولسمشر غني خپله دا وینا هم خلکو ته د سولیز ژوند د برابرولو ، د وینې تویدنو د درېدو او د هېواد پرمختګ ته د خپلې ژمنې په بیا تازه کولو سره پېل کړه.

ښاغلی غني چې په څېره کې یې خپګان له ورایه ښکارېده، هیله څرګنده کړه چې د نهیلۍ او مایوسۍ شپې ورځې ژر ختمې شي او هېواد بېرته د آزادۍ سوکالۍ او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.

ولسمشر غني چې تور واسکټ او سپين کالي يې اغوستې وو، هڅه وکړه چې په خپلو خبرو کې له ډېپلوماسۍ او سیاست لېرې تور ته تور او سپين ته سپین ووايي.

ولسمشر غني وویل چې له هېواد نه تر وتلو مخکې یې پر دې کار کاوه چې له طالبانو سره د یوه همه شموله او نماینده حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي او د واک د سولییز لېږد ته لاره اواره کړي.

د ولسمشرغني په وینا د تېرې یکشنبې په ورځ یې چاري د عادي مهالویش له مخې روانې وې او غوښتل یې چې په کابل ښار کې د نظم لپاره د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې مرکز ته ولاړ شي چې ناڅاپه یې امنیتي ساتونکو د یوې لویې دسیسې د شنډولو لپاره له ساحې و اېست.

د ښاغلي غني په وینا سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه،چې کابل ته به نه راننوځي، د ارګ تر دروازو راغلي وو او امنیتي ځواکونو د امنیت د ټینګښت توان نه درلود.

ولسمشر غني وویل چې له ارګ نه تر وتو وروسته یې یو شمېر وسله والو چې د هېواد په ژبو نه پوهېدل په ارګ کې کوټه په کوټه ګرځېدل څو یو ځل بیا د پنځه ویشت کالو وړاندۍ په څېر یو افغان ولسمشر پیدا او بیا اعدام کړي.

ولسمشر وویل چې د عزت له مرګه نه وېرېږي خو د افغانستان سپکاوي ورته د منلو نه و او د کابل ورانېدل او د وینې تویدل یې نه غوښتل.

ولسمشر غني زیاته کړه چې له افغانستانه په وتلو سره یې د افغانستان د یوه لوی تاریخي دښمن دسیسه شنډه کړې ده.

ولسمشر غني هغه تورونه ردکړل چې ګڼې پېسې یې وړې دي، هغه په خپلو خبرو کې وویل چې دومره په بېړه و اېستل شو چې د څپيلو د کاږلو او د بوټانو په پښو کولو فرصت هم ورنه کړل شو او له یوه واسکټ ، یو جوړ کالیو او یو جوړه څپلیو سره له هېواد نه وتلو ته مجبور کړای شو.

د ښاغلي غني په وینا تر دې وړاندې یې له هېڅ بل هېواد سره له هېواد نه د وتلو خبره نه وه کړې او دا پېښه یې ناڅاپي د امنیتي همکارانو د فشار په پایله کې وشوه.

ښاغلي غني د عبدالله عبدالله او حامدکرزي له لوري د سولې له پېل شويو خبرو نه خپله ملاتړ اعلان کړ.

2 COMMENTS

  1. بیا راځې چې د جمیعتیانو او نورو غلو د ماموریت په غځولو سره دې هېواد ته لا ښه خدمت وکړې. شرم او حیا هم ښه شی دی. طالبان دې هم ستاسو له شرموونکې ماتې څځه پند واخلي. که ستاسو په شانې یې غلاوو او هېواد پلورنې ته مخه کړه، همدا به یې پای وي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب