یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر اشرف غني متحده عربي اماراتو ته تللی

ولسمشر اشرف غني متحده عربي اماراتو ته تللی

تاند (چهارشنبه د اسد ۲۷مه) متحده عرب امارات وایي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه هېواد ته ورغلی دی.

اسوسیټید پرېس خبري اژانس د متحده عرب اماراتو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ولسمشر محمد اشرف غني له خپلې کورنۍ سره یوځای دغه هېواد ته ورغلی دی.

تر دې مخکې داسې اوازې خپرېدلې چې افغان ولسمشر تاجکستان، ازبکستان، یا عمان ته تللی دی، خو دا لومړی ځل دی چې د یوه بل هېواد چارواکي یې د ورتګ پخلی کوي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې محمد اشرف غني او کورنۍ یې په اماراتو کې اوسیږي.

په اعلامیه کې راغلي دي، «د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو وزارت تائیدولی شي چې متحده عربي اماراتو د بشر دوستۍ له مخې د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د کورنۍ هر کلی کړی دی.»

ښاغلي غني د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه د وتلو څو ساعته وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل، «نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم.»

د هغه په خبره چې د وینې تویدنې او د کابل د ویجاړیدو د مخنیوي لپاره له افغانستان څخه وتلی دی. هغه همداشان پدې پیغام کې ویلي و چې که په افغانستان کې پاتې شوی وای زیات شمیر خلک وژل کیدل او د کابل ښار د بربادۍ او ویجاړۍ سره مخامخ کیده، چې نتیجه به یې د کابل ښار کې د شپږ میلیون نفوس په لرلو سره ستر بشري ناورین وی.

ولسمشر اشرف غني چې ۷۲ کاله عمر لري په لومړي ځل په ۱۳۹۳ کې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشر په توګه انتخاب شو او دویم ځل په ۱۳۹۸ کې انتخاب شو، خو د روانۍ اونۍ د یکشنبې په ورځ کابل ته د طالبانو په ورننوتلو سره له افغانستان څخه ووت او څو ساعته وروسته طالبان کابل ښار او ولسمشرۍ ماڼۍ ریاست ته ننوتل.

1 COMMENT

  1. PAKISTAN&PUNJAB IS OUR HISTORIC ENEMY.
    NOW TALIBS ARE REPRESENTATIVE OF PAKISTAN&PUNJAB.
    I WANT LONG/HEALTHY&HAPPY LIFE FOR HONOR DOCTOR Ashraf Ghani BAABAA&HIS GREAT FAMILY.
    SINCERELY
    Mohmend razmohammed kamawal newyork

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب