شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+د رامسفیلډ میراث/ نصرالله ټولواک

د رامسفیلډ میراث/ نصرالله ټولواک

ډانلډ هنري رامسفیلډ یو امریکایي سیاستوال و چي د متحده ایالاتو پر باندني او په تېره پوځي سیاست د ژور اغېز له امله شهرت لري. هغه د متحده ایالاتو د حکومت پر بېلابېلو څوکیو کښېنستلی خو تر ټولو مهمي دندي ئې لومړی له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۷ د جرالډ فورډ په اداره کي د دفاع وزیر او بیا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۶ پوري د زوی بوش په ولسمشرۍ کي د یاد وزارت مشري وه. د هغه د شخصیت په اړه د نظر اتفاق نسته. ځیني هغه یو سرټمبه او بې غوره سیاستوال ګڼي چي له چا ئې نه اورېدل او متحده ایالات ئې په بېځایه جګړو کي ښکېل کړه خو ځیني بیا د هغه هېوادپالنه او په تصامیمو کي پرېکندوالی ستایي. هغه د روان زیږدي کال( ۲۰۲۱) د جون پر ۲۹ د ۸۸ کلونو په عمر ومړ. له کومه ځایه چي د ښاغلي رمزفیلډ له تصامیمو او اقداماتو افغانستان هم په یو نه یو ډول اغېزمن سوی، ښه به وي د ژوند او سیاست په اړه ئې افغانان پوه سي. لاندي تاسي د How Donald Rumsfeld Deserves to Be Remembered  تر سرلیک لاندي د جورج پکر د مقالې ژباړه لولی چي سرلیک ئې د ساده فهم په موخه د «رمزفیلډ میراث» ټاکل سوی.

د رامسفیلډ میراث

ژباړه: نصرالله ټولواک

په ۲۰۰۶ز کال کي وروسته له هغه چي د «نیویارکر» لپاره عراق ته د پنځم راپوري سفر څخه راستون سوم د جورج بوش د واکپېر سپیني ماڼۍ دوو لوړپوړو مرستیالانو د غرمنۍ په پلمه د جګړې په اړه بحث ته وبللم. دا لومړی ځل و چي ولسمشر ته نږدې کسانو د داسي مسئلې په اړه له ما سره خبري کولې. ښایي له دې امله چي زما لیکني ډېري دوستانه نه وې او د هغه وخت ادارې یوازي هغه څه باندي غوږ ګراوه چي دوی غوښتل. خو په ۲۰۰۶ز کي آن د بوش د پېر سپیني ماڼۍ هم ورو ورو درکول چي عراق د «آزادۍ» پر ځای یوې بشپړي کورنۍ جګړې ته ننوځي. یادو مرستیالانو غوښتل پوه سي چي په څه کي تېروتنه سوې وه؟ هغوی په ځانګړي ډول د جګړې وزیر ډانلډ رمزفیلډ او رامنځته سوو ګډوډیو کي د هغه د رول په اړه زما له نظر سره راښکون درلود. څنګه چي ما خپل ارزونه وړاندي کوله، داسي ښکارېده چي د مرستیالانو تندي وار په وار د هغو مخ ته پر ایښودل سوو سلاتو ورځوړند کېدل. زه هېښ سوی وم چي کتل مي سپینه ماڼۍ د عراق له حقایقو دومره ګوټ ته سوې وه چي آن لوړپوړو مرستیالانو ئې په نېغه داسي مسائل نه و اورېدلي. غرمنۍ پرته له دې چي پوه سم هغوی ولي زه وربللی وم پای ته ورسېده. خو څو میاشتي وروسته چي کله د بوش ادارې رامزفیلډ کورناستی اعلان کړ زه شکي سوم چي یادو مرستیالانو د هغه پر وړاندي لاسوند جوړاوه. هغو هڅه کوله مخکي له دې چي ډېر ناوخته سي رمزفیلډ له ادارې وباسي.

ډانلډ رمزفیلډ د امریکا د تاریخ تر ټولو ناوړه د جګړې وزیر و. دا چي نوی مړ سوی نښایي هغه ته برائت ورکړي. هغه تر خپل نږدې سیال رابرټ مک نمارا ډېر بد و ځکه دا داسي سیالي(د دفاع وزارت څوکۍ) نه وه چي په اړه ئې سرسري قضاوت وسي. د مک نمارا ناپوهي د سړې جګړه والو د یوه بشپړ نسل ناپوهي وه چي باور ئې لاره اندو- چین د کمونیزم پر وړاندي مبارزې لپاره مهمه جبهه ده. که څه هم د نمارا هغه تصمیم چي خپل اخیستنه ئې له امریکایي ولس څخه پټوله هغه په یوه نه بخښل کېدونکي احمق بدل کړ خو د هغه زیاتېدونکي درک چي ګواکي د ویتنام جګړه له بري څخه لېري یوه ضیاع ده هغه تر خپل ځینو نورو همغاړو ځلاوه.

رمزفیلډ اما د سیپټمبر ۱۱ څخه وروسته کلونو ټولو ناورینونو مخکښ استازی او پلوی و. هر ځای چي د متحده ایالاتو حکومت ناسم اقدام کړی ډانلډ رمزفیلډ له خپل کرغېړني خندا سره په رډو سترګو پر محطاطانو د ملنډو وهلو لپاره د کرښي په سر کي ولاړ و او خپل هېواد ئې لا ژورو سوړو ته ورټېل وهلی. د هغه له وژونکو قضاوتونو سره یوازي د هغه مطلقي ځانډاډېیني برابري کولای سوه. هغه نه پر ځان د شک کولو زړورتیا لرله او نه هم د خپل ذهن د بدلولو ځیرکتیا. ډانلډ رمزفیلډ په هغه سهار چي یوه برمته سوې الوتکه پر پنټاګون ور روانه وه د خپل کار دوتر کي و. که څه هم په لومړیو شېبو کي هغه مشري او زړورتیا نندارې ته وړاندي کړه خو په څو ګړیو کي ئې ناورین زیږوونکي اندونه په کوپړۍ کي راګرځېدل. د یوه مرستیال د یادښتونو پر بنسټ؛ هغه به ویل چي، ښه مالومات هغه دي چي ژر ترلاسه سي. هغه به په دې اړه فکر کاوه چي غوره ده د بن لادن سره یوځای صدام حسین هم وټکول سي که څنګه؟ او دا چي موږ بویه په ټول ځواک برید ترسره کړو او وچ و لانده یوځای وسوځوو. دا یادښتونه د هغه ټول شخصیت بیانوي. د هغه پرېکندوالی، د هغه یرغلیزوالی، پر سخت ځواک د هغه باور او بهیرونو او پروسیجرونو ته د هغه سپکاوی. په پای کي هم هغه فکر کاوه چي هیڅ اهمیت نه لري چي څارګري ادارې څه وایي. د سیپټمبر ۱۱ د متحده ایالاتو د هوډ ازمایښت او د هغه نندارې ته د وړاندي کولو فرصت و. رمزفیلډ د سیپټمبر ۱۱ له لومړیو ګړیو څخه ناسم روان و او کله هم له غوره کړي ناسمي لاري را و نه ګرځېد. هغه به استدلال کاوه چي د سیپټمبر ۱۱ بریدونو د توغندیز ډال د لګولو هغه اړتیا زبات کړه چي ده ئې له ډېر پخوا پلوي کوله. هغه فکر کاوه چي په افغانستان کي د متحده ایالاتو جګړه به د طالبانو پای وي. هغه فکر کاوه چي نوی رامنځته سوی افغان حکومت متحده ایالاتو ته هیڅ اړتیا نه لري چي د امنیت او ملاتړ لپاره ئې ترڅنګ ودرېږي. هغه فکر کاوه چي متحده ایالات بویه ملګري ملتونه په کابو کي وساتي، ټلوالي له منځه یوسي او ټولو چارو ته په یوازي سر رسېدنه وکړي.

ډانلډ رمزفیلډ به تاکید کاوه چي القاعدې د صدام حسین غوندي پیاوړي سړي له شتون پرته عملیات نسوه ترسره کولای. هغه فکر کاوه چي د ده په امر له راغونډو سوو وېروونکو راپورونو پرته په عراق کي د ټولیز ویجاړي د وسلو شتون په اړه ټول څارګریز مالومات ناسم او د باور وړ نه دي. هغه فکر کاوه چي د باندنیو چارو وزارت او سي. آی. اې له ناپوهو او ډارنو بروکراتانو ډک دي. هغه فکر کاوه چي امریکا د کامپیوټري وسلو او د ځواک برماندو نندارو د وړاندي کولو پرمټ جګړې ګټلای سي. هغه د رژیمونو پر بدلون باور درلود خو پر ملت جوړونه ئې باور نه لاره او فکر ئې کاوه چي یوازي څو زره سرتېري د عراق د جګړې د وړلو لپاره بس دي. هغه اندل چي د صدام رژیم چټکه پرځونه د مأموریت د بشپړتیا په مانا ده. هغه د بغداد تالان ته د «نااوډلې ولسواکي) نوم ورکړ. لکه یاد کړکېچ چي د یوې سرګرداني ولسواکۍ ننداره وي، یا داسي چي روان ناوړه وضعیت به عراق له پښو نه غورځوي او آن متحده ایالاتو ته به نه غځېږي.

رمزفیلډ باور درلود چي عراق بویه د یوه فاسد لندني بانکوال له لوري چي د امریکایي حکومت په غولولو کي ئې اوږده مخینه لرل وچلول سي. هغه د دې لپاره چي زبات کړي په عراق کي زیاتېدونکی مقاومت د اورپکوالي له تعریف سره سمون نه خوري د چه ګوارا د یوې بیوګرافۍ څو پاڼي په سیمه کي د امریکایي پوځ یوه افسر ته فکس کړي وې. هغه اورپکي په رامنځته سوي ولاړ وضعیت کي ګرم نه ګڼل او یوه لوپوړي جنرال ته ئې له دې امله چي اورپکي ئې په خپل اصلي نوم یادکړي و سپکاوی کړی و. ډانلډ رمزفیلډ په عراق کي د امریکایي ځواکونو پر لږ شمېر تاکید کاوه، داسي چي د هغه هېواد ډېري برخي په چټکۍ د ناارامۍ ښکار سوې. هغه خپلي ټولي هڅي پر دې متمرکزي کړي وې چي په واشنګټن کي بروکراټیکي جګړې وګټي. د ۲۰۰۶ز په نومبر کي چي کله رمزفیلډ له دندي ګوښه سو متحده ایالات د دې پر ځای چي په یوه هېواد کي سوله ټینګه کړي په دوو هېوادونو کي ئې جګړه وبایلل، هغه هم یوازي د رمزفیلډ د تصامیمو او اقداماتو له امله. څنګه چي هغه ګوښه سو د عراق ناورین هم بیا راستون سو. په لومړي سر کي لږ تر لږه ۳۰ زره سرتېري زیات سول او په تګلاري کي هم بدلون رامنځته سو، هغه څه چي رمزفیلډ ئې په ټوله سرټمبګۍ مخالفت کاوه. خو نور ډېر ناوخته و. د سیپټمبر د ۱۱ ماسپښین مهال خو نو ښایي نور بېخي ناوخته و. رمزفیلډ ویښیار و او پر ځان ئې بې پایه و بې ځایه توښجن ایمان درلود. د مک نمارا خلاف په هغه کي کله هم د پښېمانۍ څرک و نه لګېد. رمزفیلډ ښایي له دې ټینګ باور او پوهاوي سره مړ سوی وي چي هغه ټول وخت پر سمه روان و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب