شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې ملي بیرغ بیا...

د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې ملي بیرغ بیا پورته کړای شو

تاند (چهارشنبه، د اسد ۲۷مه) افغان فعالانو په پلازمېنه کابل، ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ، لغمان او خوست کې د افغانستان مقدس ملي بیرغ بیا پورته کړ.

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې د کابل ښار د غازي وزیر اکبرخان په غونډۍ لګېدلی تر ټولو لوی ملي بیرغ چې دوه ورځې وړاندې طالبانو راښکته کړی وو بیا پورته کړای شو.

د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پښتونستان واټ په لوی برج لګېدلی ملي بیرغ چې وسله والو طالبانو راښکته کړی وو د سلګونو ځوانانو له خوا بیا پورته کړای شو.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو والي په خپل موټر ملي بیرغ درولی او خپلو ملګرو طالبانو ته یې ویلي چې مونږ پنجابیان نه یو، په ملي بیرغ کې هم ملي ارزښتونه خوندي دي او هم پرې مقدسه کلیمه لیکل شوې ده، درناوی یې وکړئ.

د ملي بیرغ په ننګه د خلکو احساسات https://www.facebook.com/100061746957257/videos/166656895571062

په ورته وخت کې، په جلال اباد کې د ملي بیرغ په ننګه د راوتلي لاریون د تیتولو لپاره د وسله والو طالبانو په هوایي ډزو کې یو کس وژل شوی او څو نور ټپيان شوي دي. یو بل راپور وایي چې دوه کسان وژل شوي دي.

د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې هم ځوانانو د ښار په مرکزي چوک کې په لوړ برج د افغانستان ملي بیرغ بیا پورته کړی او هم په لغمان کې د جلال اباد – کابل په لویه لاره لوړ برج کې ملی بیرغ بیا لګول شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت وروسته ګڼ شمېر افغانان له طالب مشرانو غواړي چې د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ دې نه بدلوي او د افغانستان ملي ارزښتونه ته دې پاملرنه وکړي.

عام افغان وايي طالب مشران دې د افغان پوځ د بېرته مسجم کېدو لپاره کار وکړي او نه دې پرېږدي چې له منځه ولاړ شي.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند سه شنبه ماښام په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې راتلونکی نظام به د ملي بیرغ په هکله پرېکړه وکړي خو د افغان پوځ د بېرته راټولېدو په اړه یې څه ونه ویل.

سبا د زمري ۲۸مه (د اګست ۱۹مه) له برتانوي استعمار څخه د افغانستان په بهرنیو اړیکو د واک د بېرته ترلاسه کولو یا خپلواکۍ ګټلو کلیزه ده چې افغانان یې هر کال د ملي بیرغ چې په طیبه کلیمه ښکلی شوی، غازی امان الله خان او نورو غازیانو ته د درناوي په څرګندولو سره لمانځي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب