شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهخوستیانو ته د طالبانو خبرداری

خوستیانو ته د طالبانو خبرداری

تاند- طالبانو د خوست اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له کورونو را ونه وځي ځکه چې د دوی ځانګړي قطعې یو لړ جدي عملیات ترسره کوي.

د بیړنۍ خبرتیا په نوم د طالبانو د اسلامي امارت له لوري به خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي «د اسلامی امارت ځانګړي نظامي قطعات ښار ته داخل شوي دي،  یاد ځواکونه په خوست کې د ځینو شر اچوونکو له خوا د ځینو ګډوډیو د رامنځته کوونکو، دغه راز په خوست کې د بشپړ امنیت د ټېکښت په موخه یو لړ جدي عملیات ترسره کوي.»

په خبرتیا کې نه دي ویل شوي چې څوک شر اچوونکي دي او د طالبانو پر ضد یې کوم اقدام کړی دی.

د طالبانو خبرداري خلک اندېښمن کړي او د دوی د عمومي عفوې په اړه یې شکونه زیات کړي دي. د خوست خلکو بې له دې چې وړمه ورځ یې ملي بیرغ پورته کړ چې هغه هم د ډېرو خوستیانو او نورو افغانانو په باور د طالبانو پر ضد اقدام نه دی، د طالبانو پر ضد کوم اقدام نه دی کړی. خوستیانو بې جګړې خپل ټول ولایت طالبانو ته وسپاره. دوی په نوي یمه لسیزه کې هم د طالبانو ملاتړ کړی وو او ډیرو خوستیانو د طالبانو د حاکمیت لپاره سرښیندنې کړې وې.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي «خوست ښار به  سر  له نن شپې او همدې شیبې وروسته د نامعلوم وخت لپاره تړل شوی وي، هېڅوک دې ښار ته د ننوتلو هڅه نه کوي او کوم کسان چې په ښار کې اوسیږي له خپلو کورونو، دفترونو او هستوګنځایونو څخه ښار ته تر امر ثاني پورې نه راوځي.»

طالبانو یوازې هغو کسانو ته، چې شدید ناروغان لري، د دوی له کسانو سره د تماس په صورت کې له کورونو د راوتلو اجازه ورکړې ده.

د طالبانو له لوري خپلو پخوانیو سیاسي او نظامي مخالفانو ته عمومي عفوه د ډېرو خلکو له هرکلي سره مخامخ شوې خو ځینې خلک پوښتنې لري چې طالبان ولې د افغانستان په ټولو سیمو کې د عفوې په برخه کې یو شان دریځ نه لري.

خو په عین حال کې ځینې شنونکي باور لري چې طالبانو ښايي دا اعلان د دې لپاره کړی وي چې د اسد ۲۸ مه / د اګست ۱۹ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده او خوستیان، چې په هیواد لا ډېر مین دي، ممکن د خپلواکۍ جشن په پراخه پیمانه ولمانځي او وضعیت د طالبانو د تازه واکمنې شوې ادارې له کنټروله ووځي.

2 COMMENTS

  1. په ډیر تاسف سره پرون دآمان الله (ملی!!!؟؟؟) دبیرغ په راکتولو باندی په دریو ښارو کی مظاهری سوی وی. ځینی کسان دتاند په وینا پکی مړه او زخمیان سوی دی. زمونږ په ګمان دا به تیروتلی تنکی ځوانان وی. آخ دهغوی په ژوند او دهغوی دفامیل په درد.
    په ډیر تاسف او خواشینی چه په همدی وخت کی یوډول کسان دځوانانو، کوم چه لا دشل کلنی مغزشویی نه ندی علاج سوی، له احساساتو څخه سوء استفاده کوی.
    ملی عفوی نه سوء استفاده کول شرارت دی. دامن اخلال په دی حساس وخت کی او دزور ښکاره کول چه هدف یی دطالبانو بدنامول وی دافغانستان داستقلال او آزادی سره هیڅ ربط نلری. نه دسولی سره توافق لری او نه دتسلیمی کومه فایده ځینی لیدل کیږی.
    له طالبانو سره په دی شرایطو کی زور آزمائی ملت ته زیانمن دی. هغه چه نه طالبان وی او نه په نورو سیکیولرانو پسی تړلی وی او قاطع اکثریت شاید ولری دداسی زورآزمایلو له حادثو به زیات تاوان ووینی. خوست یی ښه مثال سو.
    ډیر دتاسف ځای دی چه خوست، لغمان او جلال آباد یواری بیا دسیکیولر افراطیانو په مرکزو باندی بدلیږی.

  2. نور هیڅ خبره نسته، هبتي پنجابک هغه افغان اوس راټوله وي چې د وطن بېرغ او وطن ته وفادار دي،دوی سره هغه وحشي ځناور، غلامان د پښتونخوا پښتانه وزیري دي چې، لکه طالب چې د پنجاب غلام ده دوی هم پوره غلامان دي، نه په ناموس بند دي نه وې د ازادۍ خوند ليدلی …نو اوس هغه قومي ځوانان،مشران، په دولت کې کارکوونکي، هر هغه څوک چې د پنجاب پر ضد دي او د وطن ته د پنجاب راتلل ورته مطلق حرام او یرغل ښکاري او ده له منځه وړي، ما په خپلو سترګو ولیدل چې دوی د نظام له وسلو سره څه وکړل او په څه رنګ يې کاباړ پنجاب ته دوام لري، ټولې موډرنې وسلې پنجاب ته بار دي، طالب بې مغزه يي په کلاشينکوف خوښ کړای، داسی پټمخي او وحشي خلک دي ورسره چې خبرې، عمل او هر څه افغاني نه دي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب