جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د کابل سقوط / حسینه عارف

د کابل سقوط / حسینه عارف

نړیوالو د کابل سقوط تر دریو میاشتو انګېره چې دا انګېرنه ناسمه وه، دې سقوط درې میاشتې نه، بلکې د یکشنبې په ورځ کابل سقوط شو، دې سقوط څو ساعتونه ونیول، نه څو شپې، نه ورځې، تر دې شېبې ددوی راتګ پرته له جګړې دی او په سولیز شکل کابل وروسپارل شو.
نن د دوشنبې په ورځ د طالبانو دواکمنۍ لومړنۍ ورځ ده، پرون مخکې له غرمې ولسمشر اشرف غني هیواد پرېښود، دامنیت د شورا سلاکارحمد الله محب سره بل هېواد ته ستون شو، تر ډېره نامعلومه وه، چې ولسمشر به کوم هېواد ته تللی وي، خوندي دی او یا که نجیب غوندې چېرته معامله شوی، ولس کې شدیده وېره خپره وه، هرکس دخپل راتلونکې په اندېښنه وو، دولسمشر تګ ټول ولړزول، ناهیلې شول، خو بیا هم په تمه وو، چې تر شپې به څه کېږي او وطن به کوم لوري ته ستنېږي؟ ټولو سره پوښتنې وې، چا ویل څنګه ولسمشر واک ته شا کړله؟ ځکه پوره یوه اونۍ دمخه دخپله وینا کې وویل چې امان الله خان ښه سړی وو، مګر دواک پرېښودل او دهېواد څخه تېښته یې ناسم کار وباله، ده په ډاګه کړله چې هېڅکله به تسلیم نشي او تر پایه به ملت سره پاتې کېږي، مګر پرون یکشنبې د غرمې وروسته ګونګوسې شوې، چې ګویا ولسمشر له هیواده بهر تللی، تر دې چې عبداالله عبدالله هغه یو پخوانۍ ولسمشر وباله او تګ یې په یو ویډیویي خبر کې تایید کړ، حامد کرزي خو لا ویل چې زه ددوه بجو شاوخوا د اشرف غني په تګ خبر شوم، تګ یې خوارا مرموز څرګند کړ، دهمدې ورځې په پای کې اشرف غني په خپله فیسبوک پاڼه کې ومنله، چې دهېواد څخه بهر تګ یې دولس دوینو دتویولو دمخنیوي په پار کړئ، ګني دواک ساتل دجګړې ددوام او دوینو دتویولو سبب ګرځېده.
دواکمنۍ د سبا ورځ ده، خلک ټول په کورونو کې دي، عجیب وحشت دی، خلک یوبل ته زنګونه وهي څوک وایي:- طالبان په سرکونو او دولتي ادارو کې ښکته پورته کېږي، څوک وایې په موټرونو کې یې په لوړ غږ ترانې نیولې، بهر ډېرې هټۍ بندې دي، ترافیک، پولیس اردو او ورته ټولې دولتي ادارې په مخ خلاصې دي، هېڅ مسولین نشته! همداسې پوهنتونه او ښوونځي!
هوایي ډګر دهېوادوالو په مخ خلاص دی، په ټویټر او فېسبوکونو کې د هوایي ډګر داسې انځورونه خپاره شوي، چې په زرهاوو خلک ورغلي او کوښښ کوي، یوبل هېواد ته ځان وباسي، په دې ډله کې ټول ټیکټونه یا وېزې هم نه لري، مګر کورونو ته ستنېدل هم نه مني.
د طالبانو تېر وحشت دخلکو په ذهنونو کې خپور دی، که څه هم تر اوسه په سم شکل مخ ته روان دي، د تېر په څېر یې د راتګ سره سم قتلونه او لټول نه دي پیل کړي، مګر هغه وایي (مار چیچلي له پړي هم وېرېږي).
ظاهري شکل کې طالبان لاهم هماغه اوږدې او غوړې زلفې، اوږده کمیسونه، خولۍ په سر او پټو په اوږو دي، سپین او تور پخوانیو عکسونو ته ورته څېرې دي، دا چې ذهناً مدرن شوي یا نه تر اوسه نه ده څرګنده.
دکابل په څلور لارو کې وایي پخوانۍ ډارسنې یې درولې، داچې امنیت نیسي که خلک ویروي څوک نه پوهېږي، دوی په لومړیو کې ملي بیرغ له تور، سور او زرغونه په سپین بیرغ بدل کړ، ولس لا په وېره کې دی، څوک په تېر ولسمشر پسې ژاړي، څوک بد رد پسې وایي، چې وطن یې معامله کړ، هېڅوک نه پوهیږی څه به کېږي او څه روان دي، دښه او بد نظام توپیر هم نشي، نظام دړې وړې دی، د بیا جوړښت هیلې لا دچا په زړونو کې نه دي رغېدلې، نو نن سهار موږ داسې هېواد کې سترګې پرانیستې، چېرته چې نه ولسمشر معلوم وو، نه وزیر نه کابینه، زما ګیله له دې زورواکو شي، کله چې قدرت مو غوښته او لاسته مو راوړ، نو یو پلان خو باید درسره وی، نه سرپرست ټاکلی، نه کوم قانون، نه کومه اداره، ځینې دولتي ادارې چور شوې، هوایي ډګر نه ډېری شیان وایستل شول مسول کسان نشته، ارګ کې کرزی، عبداالله او حکمتیار دي، دا چې په راتلونکي حکومت کې د دوی برخه شته او کنه، مګر په موقَت شکل کې باید دوی یو سرپرست وټاکي، چې وروسته له اشرف غني څنګه دولت او حکومت اداره کړي، دواړو لوریو هېواد د بې سرپوښه دېګ غوندې یې ملت خوشی کړئ، دا چې د ملت سرنوشت به څه وي هېڅوک لا نه پوهېږي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب