شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهچین وايي، لېواله دی چې له طالبانو سره دوستانه اړیکې ولري

چین وايي، لېواله دی چې له طالبانو سره دوستانه اړیکې ولري

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۵) سره له دې چې تراوسه هیڅ هیواد نه دي ویلي چې د طالبانو نوی حکومت به په رسمیت وپېژني او که نه، چین وايي، لېواله دی چې له طالبانو سره دوستانه اړیکې ټینګې کړي.

د سینهوا خبري اژانس دراپور له مخې، په پیکینګ کې د چین د باندنیو چارو وزارت ویندویې هوا چونینګ د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، هیواد یې لېواله دی چې له طالبانو سره دوستانه اړیکې ولري.

چین په تېرو څو کلونو کې په ځلونو طالبان پیکینګ ته وربللي او د روغې جوړې ترڅنګ یې له هغوی سره په افغانستان کې د چین د پانګونې په اړه خبرې کړي دي.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندویې هم دې موضوع ته په اشارې وویل«طالبانو په ځلونو له چین سره د ښو اړیکو لرلو هیله څرګنده کړې او د افغانستان په پراختیا او بیارغونه کې یې د چین د ګډون غوښتنه کړې ده.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندویې په عین حال کې وویل، چین د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د افغانانو حق ته درناوی کوي ا و چمتو دی چې له افغانستان سره دوستانه اړیکو او همکارۍ ته دوام ورکړي.

دې له طالبانو هم وغوښتل چې واک لېږد دې په سوله ییز او ارام ډول ترسره شي او طالبان دې د سیاسي موافقې له لارې د یوه پراخ بنسټه اسلامي حکومت د جوړولو لپاره پر خپلو ژمنو ودرېږي او د افغانانو او بهرنیانو امنیت دې یقیني کړي.

د طالبانو راتلونکي اقدامات به څرګنده کړي چې ایا دا ځل دوی څومره انعطاف لري، له خلکو سره څه ډول چلند کوي او نړیوالو نورمونو او بشري حقونو ته څومره ژمن دي.

په افغانستان کې یو داسې حکومت چې نړیوال یې په رسمیت وپېژني او له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړای شي، د افغانستان او افغانانو لپاره خورا حیاتي اهمیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب