شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا صدراعظم وايي، د طالبانو حکومت باید په یو اړخیز ډول...

د بریتانیا صدراعظم وايي، د طالبانو حکومت باید په یو اړخیز ډول په رسمیت ونه پېژندل شي

تاند (دوشنبه، د اسد۲۵) د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن وايي، هیڅ هیواد باید په یو اړخیز ډول د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د بریتانیا صدراعظم له لوېدیځو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان په اړه د ملګروملتو او ناټو په شان سازمانونو له لارې همکاري وکړي.

ده زیاته کړه«موږ غواړو چې د امکان تر حده د خپلو ټولو همفکرانو په منځ کې په دې برخه کې ګډ دریځ ولرو او هر کار چې مو په وس پوره وي باید د تروریستانو پر ځالې د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسو.»

ده په عین حال کې وویل، باید هیڅوک په یو اړخیز ډول طالبان د افغانستان د نوي حکومت په توګه په رسمیت ونه پېژني.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، که طالبان بشري حقونه رعایت کړي او ترهګرو ته پناه ورنه کړي، واشنګټن حاضر دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي بیا ویلي، نړیوالې اجماع او دغه راز د پاکستان ګټو ته په کتو به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه وکړي.

په همدې منځ کې د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی محمد نعیم وايي، دوی نه غواړي چې منزوي وي او ژر به د افغانستان د نوي حکومت ډول او ماهیت څرګند شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب