شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهچین او روسیه وايي، په کابل کې به مو سفارتونه د پخوا...

چین او روسیه وايي، په کابل کې به مو سفارتونه د پخوا په څیر فعالیتونه ولري

تاند (دوشنبه د اسد ۲۵مه) که څه هم چې امریکا او ملګرو هېوادونو یې په کابل کې خپل سفارتونه تړلي، خو له ترکیې وروسته چین او روسیې هم اعلان کړی چې دوی به خپل سفارتونه فعال ساتي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې یې خپلو وګړو ته ویلي چې په خپلو ځایونو کې دې پاتې شي او ډاډ یې ورکړی چې افغانستان کې بېلابېلو خواو سره یې د خپلو وګړو امنیت په هکله خبرې کړې دي.

چین همدارنګه له طالبانو غوښتي چې واک دې په سوله ییزه توګه تر لاسه کړي او د ټول شموله اسلامي حکومت لپاره دې خپله ژمنه پر ځای کاندي او د افغان ولس او بهرنیانو د خوندیتوب ډاډ دې ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم  پرون وویل چې کابل کې د خپل سفارت د تړلو پلان نه لري او فعالیت ته به دوام ورکړي.

وروسته تر هغه چې طالبانو د یکشنبې په ورځ د جګړې پرته د ولسمشرۍ ماڼۍ ریاست ونیوه، ګڼ شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه یا وتړل او یا یې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته ولیږدول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب