سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې يو شمېر کسانو ته مرګ...

د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تاند (دوشنبه د اسد۲۵) د حامد کرزي په هوایي ډګر کې د ډزو او دغه راز د ګڼې ګوڼۍ له امله څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عیني شاهدان وایي، د حامد کرزي په هوایي ډکر کې له تېرې شپې راهیسې د هغو کسانو ګڼه ګوڼه خورا زیاته شوې وه چې غوښتل یې له هېواد نه ولاړ شي.

د دوی په وینا، هرچا هڅه کوله،چې تر نورو مخکې ځان الوتکو ته ورسوي چې د ډزو تر کېدو وروسته ټیل ماټيل هم زیات شو او یو شمېر کسان ترپښو لاندې شول.

بل خوا رویټرز خبري آژانس ته د امریکایي ځواکونو یوې سرچینې تایید کړې ده چې د خلکو د خورولو لپاره دغو ځواکونو هوایي ډزې کړې دي.

عیني شاهدانو ویلي،چې په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
ځینوعیني شاهدانو ویلي چې یو شمېر کسان په مرمیو ویشتل شوي دي.

دغه راز په ټولنيزو شبکو کې په يوه خپرې شوې ويډيو کې ښکاري چې دوه کسه له الوتکې ښکته رالوېږي.

هغه کس چې دا ويډيو يې ثبت کړې ده،وايي چې دغه دوه کسه د دوی د‌ګاونډي په کور کې لوېدلي دي.
خو رسمي سرچينو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.

د حامد کرزي د هوایي ډګر ادارې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي،چې له دغه هوايي ډګر په لنډمهالي توګه الوتنې ځنډېدلې دي او له خلکو یې غوښتي چې هوايي ډګر ته دې نه ورځي.

بل خوا د پاکستان نړیوال هوایي ډګر اعلان کړی دی چې د حامد کرزي په نړیوالو هوایي ډګر کې یې د ناسم مدیریت له امله دغه هوایي ډګر ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

سرچینې وایي چې تېره شپه د کابل له هوایي ډګر نه تاجکستان او ترمز ته ۴۵ الوتکو الوتنې کړې دي چې ۱۸ دغو الوتکو په تاجکستان او۲۷ نورو یې په ترمز کې ناسته کړې ده.

په دغو الوتکو کې ډيری سپاره کسان د هوايي ځواکونو کارکوونکي وو.

3 COMMENTS

  1. سلام
    دکابل هوایی ډګر دکابل د خلکو ،تاریخ، فرهنګ او سیمې ګاڼه ده چې دکابل په نوم ښه ښکاری، ایا کرزی په ملی او اسلامی لحاظ ددې نوم وړتیا لری چې دکابل نړیوال ډګر دهغه په نوم شی؟
    په هېڅ توګه !
    حسن ورور بیلکل ستا نظر د منلو ځای لری چې ددې په هکله او یو شمېر دنورو ګلم جمو دنومونو غم وخوړل شی

  2. سلامونه،
    وروڼو ع. شریفزاد صاحب او حسن خان ایوب ساب ، زما په نظر اوس نه د نومونو د بدلولو اونه، تر ټولو مهمه ( د افغانستان ملي بیرغ) د بدلولو وخت دی .بلکې اول د ولس د سر، ناموس او مال ساتنه؛
    د دولتمشرۍ د خلا ډکول
    د هیواد تمامیت ساتنه
    او د دغو لس وطندارانو مړي په ځای کول او بازمانده ګانو پالل ېې لکه نور په میلیونهاوو شهیدانو کورنیو …
    او داسې نور….
    په درناوۍ. مڼنه له توجه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب