جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد م. م امنیت شورا: طالبان دې بشري حقونو او نړیوالو قوانینو...

د م. م امنیت شورا: طالبان دې بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي

تاند (دوشنبه د اسد ۲۵مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي چې طالبان دې بشري حقونو او ټولو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په هکله نن/ دوشنبه ځانګړې غونډه رابللې وه چې په دې غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو دلته د روان وضعیت په اړه خبرې او بحثونه لرل.

د دې غونډې غړو هېوادونو تر ډېره ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د زور حکومت ورته د منلو نه دی او تر څنګ یې دا د طالبانو مسؤلیت دی چې اوس د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.

دوی وویل چې طالبان باید بشري حقونو او همدا راز ټولو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او کړنو ته په کتو به یې په اړه هېوادونه پرېکړه کوي.

غړو هېوادونو همدا راز زیاته کړه چې دوی یوازې پر ژمنو باور نه شي کولی، بلکې طالبان دې هغه څه په عمل کې ثابت کړي چې په وروستیو ورځو کې یې په خپلو اعلامیو کې ویلي دي.

د افغانستان د وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو په ځانګړي غونډه کې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش وویل، «نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي‌ چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځالې نه بدلیږي.»

هغه وویل چې د افغانستان وضعیت په کلکه تعقیبوي. نوموړي په ټولو باندې او په خاص ډول په طالبانو باندې غږ وکړ چې د خلکو د حفاظت لپاره لاس په کار شي او ضمانت دې ورکړي چې بشري ضرورتونه پوره شي.

ګوتېرش د نړۍ له نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې افغان پناه غوښتونکي په زوره ونه شړي. هغه زیاته کړه اوس د یووالي وخت دی او باید د نړۍ هېوادونه د یو بل تر څنګ ودریږي او په یو غږ سره په افغانستان کې د بشري حقونو ننګه وکړي.

هغه وویل، «زه له طالبانو او نورو اړخونو څخه غواړم چې د بشري حقونو قانون، حقوق د ټولو خلکو ازادۍ ته احترام ولري.»

ښاغلي ګوتېرش زیاته کړه چې له افغانستان څخه ورته د بشري حقونو د نقض راپورونه رسېدلي او د ښځو «او نجونو چې تورې ورځې ته له بیا ګرځېدو ویره لري،» د حقونو په اړه اندېښمن دی او باید د هغوی حقوق مصون وي.

په غونډه کې د امریکا، چین، روسیې، هند، ناروې او ویتنام په ګډون د ګڼو هېوادونو استازو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې باید په افغانستان کې له بشري ناورین څخه مخنیوی وشي او طالبان دې خپلې هغه ژمنې ثابتې کړي چې په وروستیو ورځو کې یې له افغانانو سره کړې دي.

1 COMMENT

  1. زموږ هيواد په تيرو څلويښتو کالو کې ملګرو ملتونو سودا کړی. په موږ دغه جاهل اشرار طاليب او پنجاب مسلط کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب